د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د طالبانو دفتر او دسولې خبرې


د امریکا متحده ایالات وايي دوی به د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې ورکې طالبانو ته په قطر کې د سیاسي د فتر د پرانیستلو خبره هم شامله ده. دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ وايي که دا خبرې اترې افغان جنګ ته د پای ټکی ږدي نو دوی یې ملاتړ کوي.

دنیو لینډ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې افغان طالبانو اعلان وکړ چې دوی په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو او د امریکايي زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو په اړه د یوې موافقې ابتدايي مرحلې ته رسیدلي دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه بيان کې ويلي، دا سم وخت دی چې له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره له هيواده دباندي يو دفتر ولري.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.

خو په افغانستان او پاکستان کي کارپوهان دې پرمختګ ته څنګه ګوري، هم دا د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په پيښور کي د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د سيمي په حالاتو نظر ساتونکی بريګيډيېر اسد منير او د امريکايې مجلې نيوز ويک خبريال سمیع يوسفزی مو ميلمانه دي.کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG