د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی رحمان شاه بیټڼۍ خپل کلي ته نشي ستنېدلای


 سندرغاړی رحمان شاه بیټڼۍ
سندرغاړی رحمان شاه بیټڼۍ

ظفرکریمي مشال ریډیو کراچۍ

له وزیرستان سره نزدې د جنډولې سیمې استوګن زلمی سندرغاړی رحمان شاه بیټڼۍ د تیرو شپږو کلنو راهیسې په کراچۍ کې اوسیږي ـ هغه وایي جنډوله کې د خرابې امینتي وضعې له کبله کراچۍ ته راغلی او دلته د اوسیدو په موده کې یې د سندرو دویم البم هم مارکیټ ته راغلی دی ـ

رحمان شاه بیټڼۍ کراچۍ کې د مشال ریډیو خبریال ظفرکریمي ته ویلي چې هغه په خپله بیټڼۍ قبیله کې یوازینې تن دی چې د سر او تال د نړې سره تعلق لري ـ نوموړې زیاتوي د همدې تعلق له وجې هغه خپل کلي پریښودو ته اړ شوی او نن سبا کراچۍ کې مزدوري کوي.

((هلته چې کله د عام سري ګوزاره ګرانه شوه نو د هنرمندانو خو بیخي شپې نه کیدی ــ هلته جنډوله کې د وژلو ډیر امکان دی ـ زه یې پخپله تښتولی وم د محسودو علاقې ته یې وړی وم ـزمونږ د علاقې ټولو خلکو ته ددې پته ده چې صرف ددې فن سره د مینې او تعلق لرلو په جرم یې وړې وم )).

د رحمان شاه په خبره تښتونکو ورته ویل چې د سندرو ویلو د فن نه کولو قسم یې ورکولو او بیا یې د ځان سره اته ورځې بندي ساتلی وـ
ما ورته وویل چې قسم خو درته نشم کولی خو که تاسو سره داسې کومه فارموله وي چې زمونږ نه دا زړه بهر راوباسئ او داسې بل زړه راته ولګوۍ کوم چې ستاسو سبق دی نو کیدی شي چې ستاسو په معیار به پوره شم کنه دا خپل زړه راسره وي نو مشکله ده چې ددې فن څخه واوړم ـ په دې ما ډیر وهل هم وخوړل.

پښتونخوا صوبې او په تیره بیا د سوات سیمې څخه څه موده مخکې ګن شمیر سندغاړي فن پریښودو او یا هم سیمې پریښودو ته مجبور کړی شوي خو د وخت د تیریدو سره سره ځیني هنرمندان واپس خپلو علاقو ته ستانه شوي دي ـ خو د رحمان کیسه اوس هم هغه شان ده کومه چې شپږکاله پخوا وه ـ هغه وایي کلي ته تلل ورته اوس هم د خطر څخه ډک کار دی .

((نه بیخي نه یم تلې ،تردې چې کلي کې مې مور وفات شوی وه هغې ته هم نه یم تلی ،ماته د ورځې ورځې پته لګیده چې که زه هلته لاړ شم بیا مې تښتۍ ـ هغوۍ ته خو ما قسم نه و کړې خو دا وعده مې ورسره کړې وه چې زه بیا په دې علاقه کې داسې نه کوم او نه به دې علاقې ته راځم))

۳۰ کلن رحمان شاه بیټڼي وایي د سندرو ویلو تر څنګ شاعري هم کوي او د پلوشې په نوم د سندرو نوې البم یې په دې ورستیو کې مارکیټ ته راغلی دی .د پلوشې په نوم دې البم نه زه ډیر هیله مند یم ـ چې چا هم اوریدلی دی خوښ کړی یې دی ما پخپله دې کې ډیر محنت کړی دی .

هغه وایي نن سبا پښتو د موسیقۍ په میدان کې سندرغاړي زیات شوي دي نو ځکه دې میدان کې ځایې او نوم پیدا کول سخت محنت ته اړتیا لري ـ

رحمان شاه وایي، د خپل فن سره د جنون تر حده مینه لري او تر څو یې وس رسي د خپلې شاعرۍ په ذریعه به د سولې تراني لیکي او د سندرو په زمزمه کولو سره د مینې خورولو هڅو ته دوام وربخښي ـ

زه دوعاګانې درته کوم ستا دي ښېرې په شونډو
جانانه څنګه ګرځوې دغه لمبې په شونډو
د محبت منکره تا چې چرته ګام ایښی دی
هلته لږ وګوره ما کړي دي سجدې په شونډ
XS
SM
MD
LG