دا خلک پر ټریفیک سګنل انتظار نه کوي، بلکې خپلو ګاډو ته د سي این جي ګېس اچولو لپاره په اوږده لیکه کې ولاړ دي.دا مهال په پاکستان کې د یو لړ نورو بحرانونو تر څنګ د تېلو او ګېس بحران هم ډېر زیات شوی دی.هره ورځ د ملک په لروبر کې خلک د انرجۍ له کمی شکایت کوي .په ګڼو ښارونو ،ښارګوټو او ان په کلیوالو سیمو کې خلکو د لوډشېډینګ،ګېس او تېلو د کمي پر ضد لاریونونه او مظاهرې کړې.
د نن تصویر:لیکه نه ماتوم د وار په انتظار یم
![ښه دی یو ځای خو خلک د خپل وار په انتظار د لیکې خیال ساتي](https://gdb.rferl.org/6413b8dd-c7ae-4803-80f2-39d78bff6bcf_w250_r1_s.jpg)