د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و امریکا پر سترتیژیک تړون خبرې کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسازی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسازی
افغانستان ویلي، له امریکا سره د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون په اړه به د خبرو بل پړاو د روانې میاشتې پر مهال په کابل کې پیلېږي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت جانان موسازي خبریالانو ته وینا پر مهال کړې ده، خو نوموړي د خبرو اترو د دې پړاو نېټه نه ده ښودلې: ((د افغانستان لخوا به د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د امریکا لخوا به په کابل کې د دې هیواد سفیر راین کروکر د خپلو پلاویو مشري کوي. ))

افغانستان ویلي، له امریکا سره به دا تړون د لویې جرګې له پرېکړو سره سم کېږي. هلته د روانې میاشتې پر مهال، ولسمشر حامد کرزی به د اروپا د سفر پر مهال له برتانیا، فرانسې او اېټالیا سره هم د ستراتیژکې همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG