د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يوه بایسکل لپاره مزدور ووژل شو


د سریاب سړک يو اوسېدونکي امان الله جنازه یې محله دارو احتجاجا په ښار کې ګرځولې او غوښتنه کوي چې د هغه وژونکي دې ونیول شي.۲۸دسبمر ۲۰۱۱
د سریاب سړک يو اوسېدونکي امان الله جنازه یې محله دارو احتجاجا په ښار کې ګرځولې او غوښتنه کوي چې د هغه وژونکي دې ونیول شي.۲۸دسبمر ۲۰۱۱
خدای نور ناصرـ کوټه

د سریاب سړک يو اوسېدونکی امان الله چې په همدې سړک د يوه هوټل چلوونکی وو، د دوشنبې په سهار وسله والو غلو هغه مهال په ډزو ټپي کړ، چې دده د کورنۍ د غړيو په وینا غلو ورڅخه د دريو زرو روپو بائيسکل ووړ، امان الله نه ورکاوه، هغوی ډزې پرې وکړې. چې وروسته دې ټپي مزدور په روغتون کي ساه ورکړه. پر ځاي ددې چې دده کورنۍ دده مړی خاورو ته سپارلی وای. ښار ته يې مخه وکړه، د کوټي ښار په لویو سړکونو يې دده مړی وګرځاوه. او د پولیسو او صوبايي حکومت پرضد يې شعارونه ورکړل.

د وژل شوي امان الله د کورنۍ يوه غړي مشال ته د امان الله د وژلو پېښه داسي وکړه. ؛ دا زما آقا دی. په سریاب روډ هوټل چلوي. هره ورځ به سهار وختي له کوره هوټل ته تلو. نن سهار په لاره کي ورته غله ولاړ وو. او ظالمانو په ډزو وواژه؛

د وژل شوي مزدور د کورنۍ يوه بل غړي نیاز بړېڅی وايي ددوی ټوله سیمه د غلو په ولقه کې ده. چې دده په خبره پولیس هیڅ هم نشي کولای.نیاز بړېڅی وايي؛ تردې له مخه هم په همدې ځای کې له خلکوڅخه موټران، موټرسائيکلان غلو وړي دي. موږ په څو څو واره پولیسو ته ویلي دي. خو هغوي هیڅ هم نه دي کړي؛

سره له دې چې ګڼ شمیر د کوټي اوسېدونکي د وژل شوي امان الله له کورنۍ سره په دې احتجاج کي ملګري وو. د پښتون خوا ملي عوامي ګوند نصرالله زیري هم ددوي ملاتړ کاوه. نصرالله زیري احتجاج کوونکو ته په خپلو خبرو کي نه يواځي پولیس، بلکې د صوبايي اسمبلۍ غړي او استخبارات هم د غلو ملګري وبلل. او زیاته يې کړه. استخباراتي ادارو ځینو خلکو ته د موټرانو راهدارۍ ورکړېدي. چې هغه د تورو شیشو موټران دي. په دې کي چې بیا خلک کوم جرم کوي څوک يې مخه نشي نیولای.

بلې خواته د سریاب د پولیس تاڼې مشر قادربخش بیا مشال راډيو ته وویل، د نامالومه وسله والو غلو پرضد يې رپوټ درج کړی خو څوک يې لاهم نیولي نه دي. قادر بخش زیاتوي

؛دا تن سهار د اونیمو بجو په شاوخوا کي له کوره وتلی دی. او زموږ د مالوماتو مطابق دوه ځوانان هلکان ورته راغلی، په زور يې د بائيسکل وړلو هڅه کړې او بیا يې په ده ډزي کړې دي؛

که څه هم د امان الله کورنۍ وايي پولیس له غلو سره ملګري دي. خو د پولیسو یاد تن بیا وايي پولیسو په همدې سیمه کي د غلو پرضد سخت عملیات پیل کړي او ډېر ژر به د وژل شوي تن قاتلین ونیسي.د یادولو وړ ده چې که يو پلو په کوټه کي د ناامنۍ ډیری نوري پېښي کېږي نو بل پلو په همدې ښار کي اکثره همداسي پېښي له پولیسو سره درج کېږي چې په کې له اوسېدونکيو څخه موټر، موټر سائیکل، بائيسیکل او د موبايلونوغلاوي شامله وي. په دې برسیره چې همدا غلاوي کېږي. دپېسو لپاره د سړي تښتوني پېښو اوسېدونکي نور هم وېرولي دي.
XS
SM
MD
LG