د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو په درد پوهېږم ځکه مې شناخت ورکړ.زرداري


ولسمشر آصف علي زدراري په ګړي خدابخش کې د بې نظیر بوټو پر مزار د ګلونو څادر غوړوي.۲۷ م ډسمبر ۲۰۱۱م کال
ولسمشر آصف علي زدراري په ګړي خدابخش کې د بې نظیر بوټو پر مزار د ګلونو څادر غوړوي.۲۷ م ډسمبر ۲۰۱۱م کال
قاسم خان مندوخیل ـ پراګ

بې نظير بهټو د دوه زره اووم کال د دسمبر پر اوويشتمه نېټه په پنډۍ ښار کې تر يوې انتخابي جلسې وروسته د ځانمرګي بريد او ډزو په ترڅ کي و وژل شوه.

دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظير بوټو خاوند او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خپل يو بيان کې ويلي چې بې نظير بوټو ته د عقيدت د پېرزوني وړاندي کولو ښه طريقه دا ده چې د جمهوري ادارو او جمهوريت ضد ټول سازشونه ناکام کړل شي او د جمهوريت دفاع وکړل شي.

ولسمشرداري د مېرمن بوټو په پلارني ښارګوټي ګړي خدا بخش کې د پيپلز ګوند په زرګونو غړو ته په وینا کې وویل چې د دوی ګوند یوازې په جمهوري مبارزه یقین لري.یو داسې مبارزه چې د میامر(برما) انګ سان سوچي یې کوي.

نوموړي زیاته کړه ،" زه ددې خاوری بچۍ یم ،زه ددې خاورې به درد پوهېژم ،زه یې محسوسوم،چې په دې خاوره کې کوم کوم دردونه دي،زه پوهېدم چې د پښتنو په زړونو او تاریخ کې یو درد پروت وو او دغه درد ته په کتو سره مو هغوی ته خپل شناخت ورکړ.او تر راتلونکو نسلونو پورې د دوی دا پېژندګلو (پښتونخوا ) ترې هیڅوک نشي اخیستلاي.
"

هغه وویل ،د سرایکیانو لپاره دده په خبره، له تختې لاهوره پېژندګلو راوړو.او د جنوبي پنجاب خلک له تختې لاهوره آزادي غواړي.


زرداري وویل چې پیپلزګوند جیلونه ګاللي دي،مشران یې شهیدان شوي دي. او له خپلې مبارزې به هیڅکله پر شا نشي.او د ولسمشر په توګه زه یوازې د منتخیب وزیراعظم خبره منم.ځکه چې د هغه خبره منل د پارلمان خبره منل دي.

هغه زیاته کړه له دې وروسته به د پیپلزګوند هیڅ یو وزیر او غړی له دې وروسته د پاکستان په شخصي ټیلویژنونو کې برخه نه اخلي چې پکې د دوی د ګوند سپکاوی کېږي.

خلک دا تپوس کوي چې د بې نظیر بوټو مقدمه ولې لا تر اوسه نه فیصله شوې خو زه د پاکستان د ولسمشر په توګه له چیف جسټس نه دا پوښتنه کوم چې د بې نظیر بوټو کېس ولې نه فیصله کوې.د پاکستان عدالتونه زما تر واک لاندې نه دي.
XS
SM
MD
LG