د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیشیايي بېړۍ د کوټېوالو هیلې په جاوا کې لاهو کړې


د انډونیشیا په جاوا کې د ډوبې شوې بېړۍ ژوندي پاتې کسانو ته درملنه ورکول کېږي.څه باندې تېره اونۍ یوه بېړۍ چې په پټه یې پناه غوشتونکي استرالییا هیواد ته رسول د انډونیشیا په جاوا کې غرقه شوه چې په لسګونه کسان په کې مړه شو او چې ډېری د بلوچستان د مرکزي ښار ک
د انډونیشیا په جاوا کې د ډوبې شوې بېړۍ ژوندي پاتې کسانو ته درملنه ورکول کېږي.څه باندې تېره اونۍ یوه بېړۍ چې په پټه یې پناه غوشتونکي استرالییا هیواد ته رسول د انډونیشیا په جاوا کې غرقه شوه چې په لسګونه کسان په کې مړه شو او چې ډېری د بلوچستان د مرکزي ښار ک
خدای نور ناصر - کوټه


د ډیسمبر په اولسمه نېټه د انډونیشیا په جاوا سیمه کې يوه بېړۍ هغه مهال په سمندر کې ډوبه شوه، چې په کې ناست کسان په غیرقانوني توګه اسټرالیا ته اویښتل. په کوټه کې د هزاره قبیلې وګړيو په هم هغو ورځو کې مشال ته وویل چې ددوی دقبیلې وګړي هم په دې بېړۍ کې سپاره وو.

د خالي په ورځ د هزاره قبیلې يوه مشر او پخواني صوبايي وزیر سردار سعادت علي هزاره په خبري غونډه کې وویل په ډوبه شوې بېړۍ کې ۹۰ کسان د کوټي وو، چې دده په خبره ډیری یې هزاره ګان وو. سردار سعادت هزاره په خبري کنفرانس کې وویل...

هغه مالومات چې اوس يې د پاکستان ادارې زموږ څخه غواړي په هغوی کې موږ ته ډیر مشکلات دي. لکه دوی وايي ډي این اې ټیسټ به کوو، او د لادرکه کسانو د ویني ګروپ راولیکۍ. او د ګوتو نښې یې راڅخه غواړي. نور څه خو موږ نه لرو البته دا ګوتو نښې یې موږ له نادرا سره ګورو، که راته ملاې شوې.


سردار سعادت علي هزاره زیاته کړه . د سلو په شاوخوا کې مړي له سمندر څخه را ایستل شوي خو دده په خبره له پېژندګلووتلي دي.
سعادت هزاره زیاتوي، انټرپول دا هڅه کوي چې دغه مړي چې خراب شوي دي داسي نه چې د خپل اصلي هیواد پرځای بل پردي هیواد ته ولېږل شي. او هڅه کوي چې هم هغه هیواد ته واستوي.

بلي خواته د پي ډي ایم اې یا د قدرتي افاتو د نظم ادارې صوبايي مشر طاهرمنیر دوی ته ورکړل شویو مالوماتو پر اساس وايي ټول ۱۰۲ مړي را ایستل شوي، ۲۷ کسان ژغورل شوي او په درځنو لاهم ورک دي.

دیادي ادارې يو بل مشر فیصل نسیم بیا وايي د لادرکه کسانو د کورنیو له خوا دوی ته يواځې نومونه ورکړل شوي، خو د شناختي کارډو نمبرې لاهم ورکړل شوې نه دي. چې دده په خبره په دې يې شناخت ممکن نه دی.


د یادولو وړ ده چې د ایران له لاري هر کال په سلګونو دپاکستان او افغانستان وګړي په قاچاق اروپايي هیوادو ته مخه کوي. د ډېری کسانو موخه ښه ژوند او روزګار وي. د بلوچستان له نورو وګړيو سره سره دکوټې ډیری هزاره ګان هم په همدې لارو پر مختللیو هیوادو ته د اویښتو هڅه کوي. چې دوی یې بیا لامل له روزګار سره سره د کوټي ناامني هم په ګوته کوي.
XS
SM
MD
LG