د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلاله برید: د پاکستان و امریکا د اړیکو راتلونکې


پر سلالې د ناټو تر برید وروسته پاکستان امریکا ته وویل چې د شمسي هوايي اډه دې پرېږدي. دا الوتکه پر شمسي آډې ولاړه ده او دا ځای پرېږدي. د ۲۰۱۱ز کال د ډیسمبر د ۱۱مې انځور.
پر سلالې د ناټو تر برید وروسته پاکستان امریکا ته وویل چې د شمسي هوايي اډه دې پرېږدي. دا الوتکه پر شمسي آډې ولاړه ده او دا ځای پرېږدي. د ۲۰۱۱ز کال د ډیسمبر د ۱۱مې انځور.
پراګ - پاکستان د قبایلي سیمې مومندو د سلاله پر امنیتي پوستې د ناټو د حملې په اړه د امریکا پلټنې ردې کړې دي.

امریکا ویلي، برید د غلط فهمۍ او د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ د نا سمو رابطو په نتیجه کې را منځ ته شوی وو.

پاکستان بیا دریځ لري چې دا برید ارادتاً شوی وو. د امریکا تحقیقاتي رپورټ ته ډېر انتظار کېده خو اوس چې دې رپورټ د پاکستان د هیلو او دریځ بر عکس نتیجه ورکړې ده نو پوښتنه دا ده چې د دې به د پاکستان و امریکا پر اوږد مهاله اړیکو څه اغېز وي او که څنګه؟

د مومندو پر سلاله پوستې د ناټو تر شوي برید وروسته درې واړو ښکېلو غاړو امریکا، پاکستان او ناټو بېلې، بېلې پلټنې اعلان کړې دي.

د ناټو او امریکا تحقیقاتي رپورټونه مخې ته راغلي چې یو بل ته ورته والی لري.

خو پاکستان لا تر اوسه خپل رپورټ مخې ته نه دی راوړی.

پاکستان چې د امریکا رپورټ رد کړی او دا برید یې ارادتاً بللی دی نو پوښتنه دا ده چې ایا دا یو حتمي دریځ دی که نه اوس هم څه ګنجایش شته؟
په لاهور کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کار پوه ډاکتر رسول بخش رییس اوس هم نور ګنجایش ویني:

((زما په خیال پاکستان به هم اوس خپل رپورټ مخې ته راوړي او کېږي به داسې چې د امریکا و پاکستان کار پوهان به سره کېني او ګوري به چې آخر وشو څه؟ اوس موږ ته په دې نتیجه رسېدل دي چې ایا دا غلطي ده؟ نو که غلطي ده نو بیا د دواړو لخوا ده لکه چې د امریکا رپورټ وايي. یا بیا دا قصداً شوې ده او که قصداً شوې وي، نو آخر مقصد یې څه وو؟ آخر دا څوکۍ ولې په نښه شوه؟))

پر دې سر بېره چې چې د سلاله پر پوستې برید د پاکستان و امریکا خراب اړیکي خپل اوج ته رسولي خو بیا هم په پاکستان کې ډېری کار پوهان فکر کوي چې د دواړه هیوادونو تر منځ اړیکي په بشپړ ډول نشي ختمېدای.

هم دا نظر د پاکستان پخوانی ډیپلوماټ ډاکتر همایون خان هم لري خو وايي د سلاله پر پوسته د برید په اړه د امریکا پلټنیز رپورټ به اړیکي نور هم پېچلي کړي.

پوهاند ډاکتر رسول بخش رییس هم دا نظر لري، البته وايي اوس به د پاکستان له امریکا سره د اړیکو نوعیت بدلېږي.

((نه اړیکي به نه ختمېږي. زما په خیال، اړیکي به پر ځای وي. خو د دې نوعیت به بدلېږي چې موږ له یو بل څه غواړو. په نوعیت به خبرې اترې کېږي. هغه داسې چې د پاکستان ښکېلتیا به ډېره ژوره نه وي او زموږ ژمنې به هم زیاتې نه وي.))

پر دې سر بېره چې د پاکستان زیاتره کار پوهان فکر کوي چې د امریکا و پاکستان اړیکي د تل لپاره ختمېدای نشي، خو دوی په دې خبره هم سلا دي چې په اړیکو کې به نور هسې باور را منځ ته نشي ترې تمه کېدای شي.
XS
SM
MD
LG