د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني هیندوان په هیند کې سیاسي پنا غواړي


په پېښور کې دوې هیندواڼۍ ښځې په دیوالي کې بلې شمعې اخیستې
په پېښور کې دوې هیندواڼۍ ښځې په دیوالي کې بلې شمعې اخیستې
نیازموساخېل،کوټه

د هیند یوې ورځپاڼې ٫٫هیندوستان ټایمز٬٬ د ۲۱م دسمبر په پاڼه کې،یوه راپور کې ویلي،له پاکستان سره اړه لرونکیو ۱۵۱ هیندوانو په هیند کې سیاسي پناه لپاره درخواست درج کړی او په باقاعده توګه یې هلته د عدالت دروازه هم ټکولېده.

دوی د هیند له حکومته د سیاسي پناه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې یې ژوند ته خطر دی او دوی بیرته هلته نه شي تلای.

پاکستاني رسنیو ویلي،په ۱۵۱ یاد شويو هیندوانو کې د زیاترو تعلق د سیند صوبې سره او د یو څو تعلق د بلوچستان صوبې سره دی.د بلوچستان د هیندو ورورولۍ سره تعلق لرونکۍ او د صوبې د لږکیو او بشري حقوقو صوبایي وزیر،بسنت لعل ګلشن په دغه اړه وایي،هغه هم داسي اورېدلې،خو په باقاعده توګه شمېره نه ده ورته مالومه،چې په دې کې به څو کسان له بلوچستانه وي؟

نوموړي له مشال سره د خبرو پر مهال ووېل :٫٫کومو کسانو چې هلته سیاسي پنا لپاره درخواست درج کړۍ،دا ټول د خپلو مذهبي عباداتو لپاره هیند ته تللي وو او ما هم داسې اورېدلې چې له بلوچستانه هم هیندوان پکې شامل دي.تېر کال چې کله په قلات کې زموږ مذهبي مشر،مهاراج لکمیر ناڅرګنده کسانو تېښتولی وو،له هغه وروسته تر اوسه د لته هیندوان ډېر په وېره کې دي او دوی همېش هڅه کوي،چې هیند ته ستانه شي او باقي پاته ژوند هلته تېر کړي.٬٬

بسنت لعل ګلشن وایي،یوازي هیندوانو داسې کار نه دی کړی ،د بلوچستان نورو وګړو هم کړۍ او لا یې هم کوي ٫٫تاسو ته به ښه مالومه وي،د کوټې هزارګان په څومره زیاته کچه آسترالیا،کانادا او ناروې ته روان دي او هلته سیاسي پناوي غواړي.٬٬

د کوټې اوسېدونکۍ یو هیندو لږکۍ،کورلعل هم وایي،دلته د دوی ژوند تریخ دی او پر دوی بېلابېل بندیزونه دي،ځکه چې کوم څوک هم موقع پېدا کړي او وس یې ورسېږي،هیند ته ستنېږي.

دا چې حکومت وضعي ته پام کوي او په دغه لړ کې د لږکیو او په خاص توګه د هیندوانو د ساتني لپاره څه ګامونه په پام کې لري،تر څو د امن و امان پر بنسټ دوی نورو هیوادو ته له ستنېدو وژغوري؟د لږکیو صوبایي وزیر،بسنت لعل د پوښتنې په ځواب کې ووېل ٫٫ما پر هر ډګر خبره کړې.له وزیراعظم سره،د کورنۍ چارو مرکزي وزیر او د مُلک له صدرآصف زرداري سره مي هم په دغه لړ کې خبره کړې او په صوبایي اسمبلۍ کې خو تل دا خبره کوم چې لږکې ډېر حساسه او امن خوښي خلک دي.په خاصه توګه هیندوان د ټولنې بېخې له بدو بېزاره وګړي دي.تر اوسه یې چا ته تاوان نه دی رسولۍ.بیا ولي دوی کړول کېږي ؟دا البته یوه پوښتنه ده.حقیقت دا دی چې حکومت تل هڅه کړې او په دغه هڅه کې دی چې مسلمان وروڼه وي او که هیندوان،د دې خاورې هر اوسېدونکې ته ساتنه ورکړي.٬٬

یاده دي وي،څو ورځي مخکې په کوټه کې د پولیسو د وینا تر مخه،ناڅرګنده کسانو یو هیندو تاجر له تېښتولو وروسته په دې وژلۍ،چې کورنۍ یې د تاوان پېسې تېښتونکو ته نه وې ورکړې.هیندو لږکې وایي،دا قِسمه پېښې له دوی سره کېدنه اوس یو عامه خبره ده . ٫٫ځکه خو دوی تل په دې هڅه کې وي،چې هیند ته ستانه شي او یا خو سیاسي پنا واخلي او یا بیا په څه نا څه طریقه هلته و اوسېږي.٬٬

د یادونې وړ ده چې هیند په نړۍ کې د هیندو مذهب منونکیو ستر او لوۍ هیواد ګڼل کېږي او که له یوې خوا د یوې اندازې له مخه هلته په نړۍ کې د هیندوانو تر ټولو زیاته شمېره،نږدې۸۰ کروړه یا زیات شتون لري،بلې خوا ته په نړۍ کې د هیندوانو ستر مذهبي مقامات هم هلته دي.
XS
SM
MD
LG