د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د سولې لپاره له نړیوالو مرسته غوښتې


د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین

د افغانستان حکومت له نړيوالي ټولني غوښتنه کړې چي له طالبانو او نورو مخالفه وسله والو ډلو سره دې د سولي په خبرو اترو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د جنګ ځپلي افغانستان په اړه د بحث پر مهال د هيواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين وويل چي د طالبانو د بريدونو او د دوی لخوا د وژنو سربېره افغان حکومت ژمن دی چي د سولي خبري اتري پر مخ یوسي. نوموړي وويل، موږ باور لرو چي په افغانستان کي دننه يا دباندي د يو دفتر په پرانستلو سره د سولي پروسې ته ګټه رسېدای سي چي دا ډول د افغان حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو له استازو سره په رسمي ډول خبري اتري وسي.

لودين امنيتي شورا ته وويل چي افغان حکومت له هيواده دباندي د طالبانو لپاره سعودي عرب او ترکي غوره هيوادونه ګرځولي دي چيري چي په دفتر پرانستلو اوخبرو اترو سره د هيواد لس کلن کړکېچ ته د پای ټکی اېښوول کېدای سي. لودين د وسله والو ډلو د کنټرول لپاره د پاکستان او نورو ګاونډيو هيوادونو لخوا پر همکارۍ ټينګار وکړی.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو مشر هېروې لا ډسوس وويل چي د افغانستان لپاره به د ملګرو ملتونو ځانګړی مشن يوناما د نړيوالو ځواکونو تر وتلو ياني ۲۰۱۴م کال ورسته هم په دې هيواد کي پاته کيږي. لاډسوس زياته کړه چي مدني ټولني او نړيواله ټولنه غوښتنه کوي چي ملګري ملتونه بايد په افغانستان کي يو پياوړی حضور ولري.

تر غونډي وروسته د امنيتي شورا لخوا په خپاره شوې اعلاميه کي دهغو پريکړو هرکلی هم شوی دی چي د بون په غونډه کي وشوې چي تر مخه به يې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د يوې لسېزي لپاره له افغانستان سره په بيلا بيلو څانګو کي همکاري کيږي.
XS
SM
MD
LG