د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پوځ د بهرنیو چارو تګلاره ولسي حکومت ته سپاري؟


پاکستان له امريکا سره په اړيکو له سره غور کولو باندې له تېرو دوه اوونيو راهیسې په مختلفو سطحو سلا مشورې کوي.

له کله چې د مومندو ېيښه شوې ده، له هغې راهیسې د پارلېمان د قومي سلامتۍ کمېټۍ د پاليسي له سره د جاج اخستو په اړه زياته فعاله ښکاري.


د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر ويلي، د پاکستان پارلېمان به له امريکا سره د اړيکو د بيا رغاولو فيصله کوي.

دلته دا پوښتنه راپورته کيږي چې آيا د پاکستان خارجه پاليسي، چې ويل کېږي پوځ يې جوړوي، اوس مهال ټاکل شوې حکومت ته خو نه سپارل کېږي؟


د نومبر پر ۲۶مه د ناټو په بمبار کې د ۲۴ پاکستانی پوځيانو وژنه په ظاهره د امريکا او پاکستان د اړيکو د خرابېدو سبب ګرځېدلې ده.


د ترهګری ضد په جګړه کې ملګری پاکستان اوس دریځ لري چې د پخوا په پرتله به د نوي شرطونو پر بنياد له امريکا سره اړيکي رغاول کېږي.


که وکتل شي نو د پاکستان چارواکي د د منتخب پارليمان له لارې د پاليسي د جاج اخیستو ذکر زيات کېږي خو حال دا دی چې ويل کېږي د پاکستان بهرنۍ تګلاره پوځ کنټرولوي.

پوښتنه دا ده چې آيا په پاکستان کې بهرنۍ تګلاره خو اوس منتخب پارليمان ته نه سپارل کېږي، په اسلام آباد کي د دفاعي چارو کارپوه ډاکتره عایشه صديقه داسې فکر نه کوي.

((زما په خيال دا يو ټکټيک دی. داسی تاثر ورکول کېږي چې ګواکې پاليسي له يوه څخه بل يوه ته سپارل کېږي، دا ځکه دوی په دې پلمه غواړي له امريکا سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي او پوځ هم دغه غواړي، نو هم داسي به وشي. خو دا خبره کول چې د پاليسي جوړونه له پوځه، ولسي حکومت ته ورکول کېږي تر وخت له مخه ده .))


خو د پاکستان د خارجه چارو پخوانی سيکريټري شمشاد احمد خان بيا وايي د پاکستان په پارليمان کي د سترا تیژیک بصيرت نشتوالي، پوځ خارجه پالیسۍ جوړولو ته اړ کړی دی.

((دا خبره هم غلطه ده چې پوځ خارجه پاليسي جوړوي.کله چې زموږ واکمن د خارجه پاليسي په اړه لویې فیصلې نشي کولای او د ستراتیژیک بصيرت خلا رامنځ ته شي، نو بيا پوځ مجبوره شي چې مداخله وکړي.))


د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکو ته په بيا کتنه کې پارلېمان ته د زيات رول خبرې ته په پېښور کي د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان له بلي زاويې ګوري.

نوموړي وايي له بحران سره مخامخ اوسنی حکومت د فعال رول له لارې د پوځ زړه ګټل غواړي.

خو ځينې پاکستاني کارپوهان بيا دا فکر کوي چې له امريکا سره د اړيکو د بيا سمولو په برخه کې د پارليمان فعاله رول هسې رسمي ښکاري چې دا ډول په راتلونکې کې پوځ د هر ډول ناکامه پاليسۍ ذمه واري پر ولسي حکومت واچوي.
XS
SM
MD
LG