د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظواهري تر ډېره نه شي پټېدلای


د القاعده مشر ایمن الظواهری
د القاعده مشر ایمن الظواهری
ای ايف پي خبري اژانس د القاعده د مشر ايمن الظواهري په حواله يو راپور کې ليکلی داسی ښاي چې د نوموړي د ژوند اوس لږې ورځې پاتې دي .

راپور د امريکايي کارپوهانو له خولی ليکي چې ظواهري که په تيښته وي او که چرته پټ وي ، خو ښايي چې دی تر ډيرې مودې پورې ژوندۍ نشي پاته کيدلای .

اې ايف پي په پاکستان کې د سي آی اې د پخواني ايجنټ او د ليډرليس جهاد يا بی مشره جهاد نومی کتاب ليکونکي مارک سيجمين له خولې ليکي چې ظواهري څه وخت هم د يو ميزايل تر نشانې لاندې راتلای شي. .

مارک سيجمين وايي چې ظواهري د ميزايل حملی د خطر له وجې تر ډيره په يو ځای پټ نشي پاته کيدلای ، خو که دی له يوه ځايه بل ځای ته حرکت کوي نو دا خطر نور هم سيوا کيږي .

هم په دغه توګه د القاعده د مشر اسامه بن لادن په اړه سوکه سوکه مالومات راټول کړی شول او بيا په ايبټ آباد کې د امريکایي پوځ په يوه چاپه کې ووژل شو .

ای ايف پي د ناروې د دفاعي زدکړو د اداری د يو کارپوه تامسن هيګرمين له خولې ليکي چې ظواهري هم د اسامه بن لادن په رنګ خطر سره مخامخ دی .

هيګرمين وايي که څه هم بن لادن له ډیره احتياطه کار اخيسته خو بيا هم دی په يوه نه يوه توګه د تنظيم د غړو سره په رابطه کې وو او هم له دې امله ووژل شو . ظواهري هم له ورته احتياط نه کار اخلي خو بيا هم د تنظيم د غړو سره ورته رابطه لرل ضروري وي او کله چې هم دی داسی کوي ، د سر له خطر سره مخامخيږي .

د هيګرمين په وينا ظواهري په دی پوه دی چې سي آی اې دده په تلاش کې ده . دده ژوند اوس د بل په آسره دی هغه که صبا وي، دوه مياشتې او يا دو کاله وروسته . خو دي به هرو مرو د سي آی اې لاس ته ورځي .

پرته له کومی پوښتنې د القاعده پر ضد جنګ کې د سي آی اې تر ټولو موثره وسله ډرون دی خو د پاکستان او امريکا د اړيکو د خرابوالي وروسته د ډرون کمپاين ته زيان رسيدلی .او امريکا په پاکستان کې د شمسي په نامه هغه هوايي اډه خالي کړه چې ويل کيږي د القاعده پر ضد د ډرون بريدونو لياره کارول کيده .

خو د کارپوهانو په وينا ډرون کمپاين ته تر دې زيات خطر اوس د پاکستانیو ځواکونو له لوري راولاړيږي چې ويل کيږي پوځ په پاکستاني حدودو کې پرواز کونکي د ډرون الوتکو د ويشتلو فيصله کړې .

ای ايف پي د کارپوهانو له خولی ليکي چې ظواهري اوس د امريکا د هڅو مرکز ګرځيدلی چې له امله یې دی په يو جهادي ويب پاڼه يا ويډيو کې خو راتلای شي خو په ترهګريز پلان تيارولو کې برخه نشي درلودلی .....
XS
SM
MD
LG