د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورکي جوماتونو کې د ښځو لپاره دمساوي ونډې هڅې


د تورکیې د استنبول په جوماتونو کې لوی بدلونونه روان دي. دا د هغو هڅو برخه ده چې له لارې یې جوماتونه د ښځو لپاره برابرول دي. خو د رپورټونو تر مخې دا هڅې هم لانجمنې دي.

یوه تورکۍ ښځه له امام سره د جومات د حالت، په ځانګړي ډول د ښځو د برخې د حالت په اړه بحث کوي.

په دې جومات کې د ښځو لپاره ورکړل شوی ځای ډېر وړوکی دی او هلته د سپايي نظام نشته. د جومات دا برخه د سامان د اېښودو لپاره کارېږي او ښځو ته هم ځانګړې ده.

د دې ښځې نوم قادریه دی او د دې موخه دا ده چې جوماتونه باید د ښځو لپاره هم هسې اوسي لکه چې د سړیو لپاره وي.

((هر کله چې یوه ښځه جومات ته ننوځي، هغه د خدای کور ته ننوځي. نو ځکه باید له هغې سره هم هسې مقدس چلند وشي. د خدای په نظر کې نر و ښځه مساوي دي. هغوی پر دین د عمل کولو لپاره یو قسم حقونه لري.))

قادریه یو داسې کیمپېن چلوي چې د استنبول ۳۰۰۰ جوماتونه سم او مساویانه حالت ته راولي.

قادریه په تېرو دوو میاشتو کې د جوماتونو له امامانو سره شا و خوا ۴۰ غونډې کړې دي.

د دیانت د ادارې د چارو کار پوه پوهاند غوث الدین وايي، دا هر څه چې قادریه یې کوي، د ادارې دننه د بدلونونو یوه پایله هم ګڼل کېدای شي.

دیانت د تورکیې د اسلامي ایمان دولتي اداره ده.

((دیانت هڅه کوله چې د جوماتونو او نورو خدماتو لپاره کار وکړي. اوس هغوی هڅه کوي هر وګړي ته، چې ښځې هم په کې شاملې دي، رسايي ولري. او د تېرې لسیزې پر مهال موږ دا لیدلي چې ښځې په دیانت کې پر لوړو څوکیو کار کوي. او ښکاري داسې چې دیانت د ښځینه مبلغینو له لارې ښځو ته په خدماتو ورکولو سره ځان غځوي.))

خو له دې بدلونونو ټول نه دي خوشاله. د زمان په نوم د یوې اسلامپالې ورځپاڼې خبریال علي بولاش په خپله یوه مقاله کې ورځې مخکې لیکلي ول، دا هیله لري چې دا هڅې به د دې لپاره نه وي چې د ښځو په لار کې خنډونه لرې کړل شي او دوی له کورونو را و ایستل شي، لومړی جومات ته راوستای شي، بیا ورته د کار زمیني برابرې کړل شي او د دې هر څه لپاره په اسلام کې جواز ولیدل شي.

دې تبصرې په تورکیې کې ځېنې اسلامپاله ښځینه لیکوالې غوسه هم کړې.

خو په استنبول کې یو ۵۵ کالن دوکاندار هم علي بولاش ته ورته نظر لري:

((زه فکر کوم، د ښځو اصل ځای کور دی. هغوی باید په کور کې لمونځ وکړي. جوماتونه لا د سړیو لپاره کافي نه دي په ځانګړي ډول د جمعې د لمونځ پر مهال، یا د اختر و روژې پر مهال د سړیو لپاره هم ځای نه وي. نو دا د ښځو لپاره ښه نه ده چې جومات ته راشي.))

د استنبول مفتیان او مرستیال مفتیان وايي، لا ډېر کار په کار دی چې د خلکو زړونه وګټل شي او په دې کې د جنس توپیر ونکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG