د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: نوي برقې میټرې د برېښنا غله مالوموي


په کندهار کې د برېښنا نوي میټرونه لګول شوي چې برقي غله کالوم کړي.
په کندهار کې د برېښنا نوي میټرونه لګول شوي چې برقي غله کالوم کړي.


سيدشاه سقيم - کندهار


په داسې حال کې چې د کندهار ښار په ځينو سيمو کې په ورځو ورځو برېښنا نه وي د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي ، اوس داسې ميټرونه لګوي چې د برېښنا غله ورته په ګوته کوي.

د چارواکيو په خبره د ( يو ايس اى ډي ) په نامه ادارې د نهه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت دوى ته دوه سوه يو دېرش پايې پر مختللي کمپيوټري ميټرونه ورکړي دي چې له ډېر ليرې واټن څخه به هم اداره کېږي.

د کندهار د برېښنا رياست رييس حاجي سلطان احمد وايي چې دغه ميټرونه به په لومړي سر د ښار په هغو سيمو کې لګوي چې برېښنا پکې زياته مصرفېږي خو ورته د مصرف په حساب هغومره پيسې نه ترلاسه کېږي.

(( مخکې خلکو له موږ ه په غلا د برېښنا تارونه کش کړي وو او برېښنا به يې په پټه کاروله او موږ ته به يې پسې نه راکولې ، خو دغه ماشينونه چې ولګوو بيا راڅخه غلا نه شي کولاى . دغه ماشينونه له ډېره ليري ځايه هم د انټرنيټ په مټ کنټرولېږي او زموږ کارکوونکي بيا په کوڅو کې د ميټرونو په کتلو پسې نه ګرزي ))

د کندهار اوسېدونکي وايي چې دولت بايد لومړى ددې پر ځاى چې دغه ميټرونه ولګوي برېښنا زياته کړي خو د برېښنا رييس وايي چې دوى ته له کجکې بند څخه تر دې وړاندې هم کمه برېښنا ورکول کېده خو چې اوس چې هلته د اوبو کچه تيټه شوې ده نو په کندهار يې هغه پاتې برېښنا هم درولې ده .

د ده په خبره کندهار ۷۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لري خو دا مهال دوى ته له کجکي څخه يوازې شپږ مېګا واټه برېښنا ورکول .

(( د کجکي د بند د اوبو سطحه ډېره ټيټه شوې ده ، مخکې د اوبو سطحه پېنځه شپېته اعشاريه پېنځه ميټره وه خو اوس پېنځوس ته را ټيټه شوې ده ، هغه وخت چې اوبه زياتې وې کجکي بند ۳۲ مېګا واټه برق راکاوو چې ۱۲ يې موږ ته راتله او پاتې هلمند ته خو اوس د کجکي بند ۲۴مېګا واټه برق ورکوي چى کندهار ته يوازې شپږ مېګاواټه رسېږي . ))

دى زياتوي چې د روان ژمي لپاره دوى ته د جنريټري بريښنا لپاره اته ميليونه ليټره تېل ورکول شوي دي خو چې دوى هغه هم ولګوي نو د کجکي د برېښنا په ګډون په مټې ۲۰ مېګا واټه برېښنا توليد کړي چې بيا هم د کندهار لپاره نه بس کېږي.

دا مهال په کندهار ښار سربېره د کندهار څلور ولسوالۍ ډنډ ، دامان ، ارغنداب او ژړۍ هم برېښنا لري خو اوسېدونکي وايي چې کله کله خو يې په ورځو ورځو هم برېښنا نه ده لېدلې.
XS
SM
MD
LG