د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصرالله د زندان تورو تیارو کې علم حاصلوي


شل کلن نصرالله د کوټې په لوی جیل کې لوړې زدکړې کوي
شل کلن نصرالله د کوټې په لوی جیل کې لوړې زدکړې کوي

خدای نور ناصر -----کوټه

شل کلن نصرالله چي له تیرو اتو کالو راهیسي د کوټي په جیل کي قیدي دی. خو دې ځوان په جیل کي دننه له لسم جومات څخه څلورلسم جمات پوري زده کړي کړې او ورسره يې د کمپيوټر په شمول څلور ژبې هم زده کړې دي.

نصرالله له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کي وویل دی هڅه کوي چي تر بند وروسته ایم اې یا شپاړسم جمات هم ووايي. دا بندي ځوان زیاتوي تر بند مخکې يې په هوټل کي کار کاوو، چي د قتل په جرم ونیول شو، او څورلس کاله سزا شو. دده په خبره د تر بند مخکي هیڅ زده کړې نه لرلې و، خو چي کله بندي شو نو يې
د لسم جمات، د دوولسم جمات او بیا د څورلسم جمات امتحانونه له همدې ځايه (جیل) څخه ورکړل. او په ټولو امتحانو کي په ښه نمبرو پاس شو.

له دې سره يې همدلته په بند کي د کمپيوټر زده کړه وکړه او ورسره يې څلور ژبي یعني بلوڅي، براهويي، اردو او فارسي ژبه هم زده کړه. په دې هر څه برسیره نصرالله د کوټي جیل د ماشومانو د واټ مانیټر یا مشر هم دی چي د ټولو ماشومانو بندیانو پر سر دی.
XS
SM
MD
LG