د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلمي ستوری طارق شاه مړ شو


د پښتو فلمي نړۍ یوې وتلې څېرې طارق شاه له نړۍ سترګې پټې کړې
د پښتو فلمي نړۍ یوې وتلې څېرې طارق شاه له نړۍ سترګې پټې کړې
مجیب انګار - پېښور

د پښتو سینما وتلې څیره د لوړې او دنګې ونې،ښکل
ې جوسه ،دروند او زړه راکښونکي غږ خاوند طارق شاه له نړۍ وکوچید.

نوموړي د روان کال د دسمبر پر نهمه د جمعې په ورځ د کورنۍ ترڅنګ خپل ټول مینه وال او د پښتو سینما ستوري وژړول او د حقیقي ژوند پر لور یې رخصت واخیست.

طارق شاه په ۱۹۵۲ میلادي کال د خیبر پښتونخوا په هنر پروره سیمه مردان کې په داسې حال کې سترګې وغړولې،چې د سینما پر پرده یواځې څو پښتو فلمونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

طارق شاه یو له هغو فلمي ستورو څخه و،چې له آصف خان او خدای بخښلي بدر منير سره یې اوږه په اوږه نه ستړی کیدونکی ځغل وکړ او پښتو فلم یې په پاکستان کې د اردو او پنجابي فلمونو د مقابلې جوګه کړ.

د هغه ددې ۳۶ کلن هنري سفر ملګری او د پښتو فلمونو پيژندل شوې څیره آصف خان تر بدر منیر وروسته د نوموړي مړینه د پښتو سینما لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه ګڼي او وايي،چې د هغه بیلتون نه یواځې پښتو بلکې اردو او پنجابي سینما هم ولړزوله :

((طارق شاه نه یواځې یو ښه فلمي ستوری بلکې يو ډير ښه هدایت کار هم و،هغه هيڅکله له فلم څخه د خپلو شخصي ګټو یا مالي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کار ندی اخیستی؛بلکې تل به په دې لټه کې و چې خپل قام او ولس ته داسې یو فلم وړاندې کړي،چې د کتونکیو لپاره د پند او عبرت سبب شي.په دې کې هیڅ شک نشته چې د طارق شاه مړینې په دې برخه کې یوه لویه تشه رامنځته کړه ))

طارق شاه ،چې ایله یې شونډې تورې شوې وې د خپلې ژبې او ولس سره د بې کچې مینې او خدای ورکړي استعداد له مخې پښتو فلمونو ته مخه کړه،باز او شهباز د هغه لومړنی پښتو فلم و،چې نن یې هم خلک په ډيره مینه ګوري.

په اویایمه لسیزه کې،چې پښتو فلمونو په پاکستان کې ځانګړی مقام حاصل کړی و،طارق شاه د خپل ښکلي قد قامت،دروند او جزاب غږ او فني استعداد له مخې په اسانۍ اردو او پنجابي فلمونو ته هم لار ومونده،خو هلته یې هم داسې رول ونه لوباوه چې ناقدان ورته ګوته ونیوی شي.

په اوو وروڼو کې د پلار مشر اولاد طارق په ژوندوني خپل زلمی زوی ببرک شاه فلمي نړۍ ته راوست،چې له نیکه مرغه هغه هم لکه د خپل پلار پشان په لنډه موده کې د بریالیتوب تر بریده ځان ورساوه.


ببرک شاه

ببرک شاه وايي،دده پلار له ځینې فلمي ستوريو څخه یو مخ بدل و،سره له دې چې په فلمونو کې یې سر و کار له نڅاګرو او نورو سره و خو خپل اولاد ته یې یواځنۍ لار ور ښوولی،چې هغه زده کړه او دبیا د خپل ولس خدمت دی :

((زما پلار یو ډیر مینه ناک سړی و،له خوارانو،بې وزلو او مسکینانو سره مرسته یې او د هغوی لاسنیوی یې عادت و او هرچاته چې به څه ستونزه ور پيښه وه نو ده به هڅه کوله چې تر خپله وسه ورسره مرسته وکړي.

ببرک شاه د طارق شاه زوی چې اوس د پښتو فلمونو په ښه اداکارانو کې ګڼل کېږي
ببرک شاه د طارق شاه زوی چې اوس د پښتو فلمونو په ښه اداکارانو کې ګڼل کېږي
د اولاد سالمې روزنې ته یې ډيره پاملرنه لرله او تل به یې موږ ته همدا ویل چې طارق شاه لا له منډې نه و لويدلی او په ډیره مینه یې خپل کار پرمخ بیوه،چې د تور زیړي یا هیپاټايټس ناروغۍ نخښې نښانې پکې څرګندې شوې،خو نور کار له کاره تیر و او دې ناځوانې ناروغۍ یې ځيګر ته ځان رسولی و او د درملنې هیڅ لار یې نه وه ور پريښې.))

مینه والو یې د ځیګر ناروغي ژړله چې ناڅاپه یې بډوډو یا پښتورګو هم کار پریښود او بلاخره یې د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر پر نهمه د لاهور په یوه روغتون کې سا ورکړه او د جمعې په مبارکه ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

طارق شاه په شاوخوا ۵۵۰ پښتو،اردو او پنجابي فلمونو کې د اولې درجې کار کړی او په هره سینما کې یې تل پاتی نوم ګټلی.

طارق شاه که نن زموږ ترمنځ نشته خو خپلې ژبې او ولس ته د بیساري خدمت له برکته به د هغه نوم تل تر تله ژوندی وي.
XS
SM
MD
LG