د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د امریکا پرمختللی جاسوسي ډرون غورځولی.نو څه؟


ایران ادعا کوي چې د امریکا پرمختللې جاسوسي ډرون الوتکه یې په خپله خاوره کې راپرزولې ده.۸ ډسمبر ۲۰۱۱م کال
ایران ادعا کوي چې د امریکا پرمختللې جاسوسي ډرون الوتکه یې په خپله خاوره کې راپرزولې ده.۸ ډسمبر ۲۰۱۱م کال
فارن پاليسي ويب پاڼې يوه مقاله خپره کړې چې په کې دا پوښتنه شوې که ايران سره د امريکا راغورځول شوې جاسوسي الوتکه وي نو د دې څه نتيجې مخې ته راتلای شي؟

د ۱۹۶۰ م کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د امرېکا يو ټو نومې جاسوسي الوتکې په پټه په په شوروي اتحاد کې د بیلاسټیکي میزايلو د ځایونو تصويران اخیستل چې د سوویت یونین په سوردلاک سیمه کې په ميزايل وویشتل شوه ، هم د دې پيښي پر اساس د امريکا د استخباراتي ادارې کارپو هانو خبردارې ورکړو چې شوروي د توغندیو او هوايې دفاعي راډار په سیسټم کې پرمختګ کړی دی.

نو آیا تاريخ بیا راګرځي؟د تير زيارت په ورځ د ايران سرکاري ټي وي د امريکا يوه ډرون الوتکه وښودله چې د دوي ادعا دا یې په خپله هیواد کې را کوزه کړېده. بلخوا امريکايې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا دوی RQ-170 سېنټینل نو مي الوتکه ده چې په ایران کې ۱۴۰ کلومیتره دننه تری تم شوې وه.ایرانیانو د الوتکې پرزې راټولې کړي او ګوري چې په کې څه دي.

ګڼو چارواکو منلې چې ډرون الوتکه د سي آی اې په مشن وه چې په ایران کې دننه استخباراتي مالومات راغونډ کړي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي د کله نه چې د ايران په اړه استخباراتي مالومات ترله سه کول مهم شوي نو داسې رپورټونه دي چې امريکا د دوه زره څلورم کال راهسې د ايران دننه مختلف قسمه د ډرون الوتکو پروازونه کوي.

همداراز تير کال ايران د جاسوسي الوتکو پروازونو په اړه امريکا ته د سويز سفارتخانې او د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته د يو لیک له لا رې هم احتجاج کړې وو او غوښتنه يې کړې وه چې دا ډول غېر قانوني کاروايانې دې بندې کړل شي.

د ايسو سېټډ پريس خبري اژانس د رپورټ ترمخه امريکايې ډرون الوتکو په مټ د ايران دننه اخیستل شوي تصويران په ۲۰۰۷م کال کې خپاره کړل شوي وو.

بې له شکه ايران هم د امريکا د پوځې اثاثو په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره جاسوسي الوتکې الوزوي.

په مقاله کې وړاندي راغلي دي د ايران دننه د جاسوسي الوتکو يقيناً څلور اهداف کېدای شي ، لومړۍ دا چې په دغه هيواد کې د ښکاره او شکمن اټومي تنصيباتو په اړه مالومات ترلا سه کړي.

دويم دا چې په دغه هېواد کې د بیلاسټک توغندیو پيداواري تنصیباتو ځای او کاروایانې او د آزمویینو د واټن پته یې ولګوي.

دریم دا کېدې شي چې د حزب الله په شان د تره ګرو تربيتي کيمپونه
مالوم کړل شي.

څلورم د ایران دپیلي هوايي دفاعي نظام پته لګول چې چیري دی او ټېکنیکي اسانتیاوې یې څنګه دي.

د ايران د نيمه سرکاري خبري اژانس مهر له مخې د چين او روس چارواکو له ايرانه اجازت غوښتی دی چې دوی په دغه هيواد کې د راپريوتي امريکايې ډرون الوتکې تحقيقات کول غواړي.که داسې وشي نو دا به تاریخي پایلې ولري.د رپوټونو له مخې همداراز په ۱۹۹۸م کال هم چینیان د افغانستان په خوست کې د اسامه بن لادن د پنا ګاه پر ضد د کارول شویوامریکايي ټومهاک نومي کروز توغندیو اخیستو ته تللي وو چې په برید کې نه چاودېدلي.

همداراز د رپورټونو له مخې په تير وختونو کې هم د چين استخباراتي ادارو د امريکايي سټیلت ایف ۱۱۷ نایټهاک نومې الوتکې ځینې ټوټې اخیستې وې او ويل کيږي چې د هغې ټېکنالوژي په کاپي کولو سره بیا د چين انجينيرانو د جې ټوېنټي سټیلټ جنګي الوتکې نوې بڼه جوړه کړه.
XS
SM
MD
LG