د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ښځو تعلیم هغوی له ځورونو خلاصولای شي "


په جلال آباد کې د ښخو پر حقونو یو کنفرانس
په جلال آباد کې د ښخو پر حقونو یو کنفرانس
بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد


د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او زور زياتي د مخنيوي په اړه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوه غونډه وشوه،چې پکې د ننګرهار ولايت د بيلابيلو ولسواليو ښځينه استازې رابلل شوې وې.

د ننګرهار د ښځو چارو مشره انيسه عمراني وايي چې د تير کال په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پيښو شميره زياته شوې او دا ځکه چې اوس په ښځو کې دا شعور پيدا شوى چې د زور زياتي په وړاندې خپل اواز پورته کړي:

(( سږکال له ښځو سره تاوترخوالي پيښې د ثبت او راجسټر له مخې ډيرې شوي دي. دا په دې مانا چې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې. د ښځو لاسرسى عدالت ته رسيدلى او دا د ښځو چارو د رياست د مهمو ستراتيژيو څخه يوه ده. څرنګه چې ننګرهار يو سرحدي ولايت دى او مختلف قومونه په کې اوسيږي. د ښځو په وړاندې په کې دغه زور زياتي موجود دى. لاملونه يې په افغانستان کې دومداره جنګونه، اقتصادي ستونزې او د تعليم نيشتوالى دى.))

د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولانا عبدالعزيز خيرخوا وايي، دوى کوشش کوي چې ښځې د اسلام په رڼا کې له خپلو حقوقو څخه برخمنې کړي.

(( اسلام چې کوم حقوق ښځو ته ورکړي، هغه د نړى په يوه قانون کې هم نشته. موږ د اسلام د دين په دايره کې خپلو خويندو او ميندو ته د هغوى حقوق ورکول غواړو. په ډيرو سيمو کې دا نادودي موجودي دي، اکثره ځايونو کې خلک لور خور خرڅوي او د ولور په نوم په هغې پيسې اخلي. د ښځو تعليمي کچه ډيره ضعيفه ده. يو معتدل نظام بايد وي چې د ښځو تعليمي، اقتصادي او هر هغه څه چې د هغوى حق جوړيږي بايد ورکول شي.))

په خيتځ کې د بشر د حقوقو د نړيوال سازمان ريس ډاکټر بيدار وايي چې ډير ژر به د ښځو د حقوقو د اعاده کولو په خاطر يوه ځانګړې څارنوالي جوړه شي.

(( د ښځو لپاره يوه ځانګړې څارنوالي جوړيږي او ننګرهار په هغو محدودو ولايتونو کې يو دى چې ډير ژر به په کې دغه څارنوالي په فعاليت پيل وکړي. دا څارنوالي به نه يوازې دا چې د ښځو حقوق اعاده کوي، بلکې د هغوى سره زور زياتي کوونکو ته به په کې سزا هم ورکول کيږي.))

د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالى دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي، چې د ښځو د پوهاوي له پاره په ټول افغانستان کې د نومبرله ٢٥ نيټې را هيسې ١٦ ورځينى کمپاين پيل شوى چې د ډسمبر تر لسمې نيټې پورې به دوام وکړي
ياده دې وي چې د تيرو نهو مياشتو راهيسې د ښځو چارو رياست سره د تاوتريخوالي، ٨٠ او د بشري حقوقو له رياست سره ٢٠٠ پيښې ثبت شوي دي.
XS
SM
MD
LG