د لاسرسي ځای

تازه خبر

خولۍ په سرول خپل مشران خوشحالول


په پښتونخوا کې قبایلي سیمو کې خولۍ د دود او کلتور برخه ده.
په پښتونخوا کې قبایلي سیمو کې خولۍ د دود او کلتور برخه ده.
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ

په خیبر قبایلی سیمه کې د نورو دودونونه علاوه خولۍ پسرول هم یو مهم دستور ګڼل کیږی،په دي سیمه کې مشران لونګۍ پسروي خو بیا ځوانان او عام خلک خولۍ پسرول خوښوي.

د دغي سیمې خلک وايي چې خولۍ د عزت نښه ده او د دوی کلتور سره تړلۍ څیز دی،په دې سیمه کې خلک د سوات او دیر خولۍ پسروی خو اوس د بنګله دیشي او چینايي خولۍ هم په شوق اخلي.

دغه خولۍ به پخواپه دیر او سوات کې د سپینې کپړي او تیلې نه په لاسونو جوړیدي خو اوس په ماشینونو باندي تیاریږی،او په دي سیمه کې د هر ماشوم ،زلمی او بوډاګانو په سر په نظر راځي.

د خولۍ پسرولو په اړه یو ځايي اوسیدونکی طارق اپریدی وايي، (( که دلته څوک خولۍ نه پسروی نو بیا مشران ورته په ښه سترګه نه ګوري،او زه په خپله د سپینې تیلې د دیر جوړه شوي خولۍ پسروم))

د خیبر په لواړګی بازار کې د خولو خرڅولو یو دوکاندار عصمت وايي،(( موږ خو ډول ډول خولۍ راوړو،د دیر او سوات خولۍ له سلو روپو نه واخله تر دریو سوو پورې او د بنګله دیشۍ او چینايي خولۍ له ۶۰ نه تر ۱۲۰ روپو پورې خرڅوو))

د نورو پښتنو سیمو په څیر په خیبر قبایلي سیمه کې هم له مودې راهیسې خلک قله لونګی ،شمله او خولۍ کاروي او د خپل کلتور برخه یې ګڼي.،
XS
SM
MD
LG