د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بون غونډې بایکاټ د پاکستان تاوان دی


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
امریکایي مجله فارن پالیسي لیکي، د افغانستان په اړه بون کنفرنس کې د ګډون نه کولو فیصله به پاکستان ته هیڅ په لاس ور نکړي ، او دا د پاکستان سره ډیره ښه موقعه وه، چې خپل غبرګون یی د نړۍ هیوادونو ته څرګند کړی وای.

د نومبر په ۲۶ مه د نیټو ځواکونو لخوا په برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو د وژنې د پیښې وروستو د پاکستان حکومت د بون په غونډه کې د ګډون نه کولو اعلان وکړ.

مجله دا هم وایي د پاکستان د نه ګډون د فیصلې به اثرات وي، ځکه چې په دغه سیمه کې د امن راوستلو او د طالبانو سره په خبرو کې دغه هیواد مهم رول لوبولی شي، چې د پاکستان د انکار سره به دغه خبرې هم داسې پاتې شي.

خو د بون غونډې نه د بهر پاتې کیدو فیصله به پاکستان ته هم څه خاص ګټه ونه رسوي. اول خو دا چې د پاکستان دغې فیصلې سره امریکا ، افغانستان او د نړې نورو هیوادونو ته دا پیغام ورکړل شو، چې پاکستان د افغانستان په ستونزه او د دغه هیواد د امن لپاره اندیښمن نه دی. او دویمه دا چې د مومندو ایجنسۍ پیښه یوه غمیزه یا ټریجیډي وه، او دا شان په افغانستان کې هم امریکایي او افغان ځواکونه وژل کیږي. خو باید د خبرو د لارې د مسلو د هوارولو نه انکار ونشي .

مجله لیکي باید پاکستان په دغه غوڼده کې ګډون کړی وای، چې نړۍ ته یې اول د نیټو په برید خپلې اندیښنې څرګند کړې وای ، او دویم دا چې په دغه سیمه کې د امن پرځای کولو کې دوی مهم کردار لوبولی شي. خو داسې نه چې د نړۍ د خواوشا سلو هیوادونو سره د خبرو نه انکار وکړل شي.

دا دویم کنفرنس دی چې د جرمني په بون ښار کې تر سره کیږي، چې پکې به د افغانستان د راتلونکي په اړه مهمې فیصلې کیږي. لومړی کنفرنس په ۲۰۰۲ کال کې شوی وو، چې د موجوده افغان حکومت جوړولو بنیادي فیصلې پکې شوې وې.

ددې کنفرنس جوړونکي دا پلان لري ، چې په روانې غونډې کې نړیوال هیوادونو ته داسې یو موقع ورکړي ، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د خپلو مرستو ژمنې وکړي. او د دغه سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره هم بنیادي کار تر سره کړي، او د افغانستان د ستونزې سیاسي حل راوباسي.
XS
SM
MD
LG