د لاسرسي ځای

تازه خبر

٫٫مالي ستونزې مې په زدکړو کې خنډ دي٬٬


د لورالايي محمد عمر په ټول بلوچستان کې د دولسم په امتحانانو کې دویم مقام وړی دی
د لورالايي محمد عمر په ټول بلوچستان کې د دولسم په امتحانانو کې دویم مقام وړی دی

نیازموساخېل،کوټه

په دوولسم جماعت کي د صوبې په کچه،دویم مقام ترلاسه کونکی محمد عمر سره خبرې.


محمدعمر د بلوچستان له لورالایي سره تعلق لرونکی هغه ځوان زدکونکی دی ، چې روان کال یې د وولسم جماعت په کلنۍ آزموینو کې په ټوله صوبه کي دویم مقام ترلاسه کړی دی.

نوموړي دا بریالیتوب د جنرل ساینس په څانګې کې ترلاسه کړی دی له مشال ريډیو سره په خبرو کې محمد عمر وايي ، ټوله ورځ به مي سبق ویلی.په ۲۴ کي نږدې ۱۸ ساعته لوست به زما معمول وو.زما مضمونونه اقتصادیات،حساب او شماریات وو،چې دا ډېر سخت مضمونونه ګڼل کېږي.په دوولسم کي ما په ګورنمننټ ډګري کالج،لورالایي کي سبق وایه او هغه وخت په لورالایي کي د اقتصادیاتو،حساب او شماریاتو د مضمونو د تیارۍ لپاره څه خاص اُستاذان هم نه وو،نوځکه د ژمي په رخصتیو کي یو ځل مُلتان ته او بیا وروسته لاهور ته ولاړم او هلته مي تیاري وکړه.خواري مي وکړه او هغه دۍ،الله پاک یې مېوه راته راکړه.٬٬

محمد عمروايي هغه دومره تیاري کړې وه چې د لومړي مقام وړلو تمه یې درلوده، زما خو تر دې هم زیاتې هيلې وې.زما دا خیال وو،چې دویم نه،اول مقام به وړم،خوبیا هم اوس څه بد نه و شو،دویم مقام هم را ته مهم دی٬٬.

محمد عمر وایي،مطالعه زیاته کوي او کله چې هم وخت ومومي،نو د تاریخ او اسلامیات مطالعه کوي. دی زیاتوي ،ریاضي د ده د خوښې مضمون دی او ډېره زیاته علاقه ورسره لري،وجه یې دا چې له کوچنیوالي یې له دغه مضمون سره مینه درلوده او د دغې مینې تنده لا هم نه ده ماته٬٬.

محمد عمر وایي،له ډګري کالج لورالایي دوولسم کولو او هلته د صوبې په کچه مقام ګټلو وروسته هم هغهد بیرته په همدې کالج کي داخیله واخیسته او اوس هلته د دیارلسم/څوارلسم زدکړې کوي.

محمد عمر وايي ،د مالي مشکلاتو له وجې د پاکستان نورو پرمختللو تعلیمي ادارو ته د زدکړې حاصلولو لپاره نشي تلای.د مُلک په لوړو تعلیمي ادارو کي د سبق وېلو لپاره خو د پېسو ضرورت وي او پېسې هغه څیز دۍ چي زه یې نه لرم.پلار مي خواري او مزدوري کوي.۶ مي وروڼه دي.ټول تر ما کوچني دي او سبق وایي.خلک زما پلار ته وایي،تعلیم مه په کوه،مزدوري په وکړه،یو ګوله ډوډۍ به درته برابره کړي،خو زما پلار یې نه مني.په داسي حال کي دغه د لورالایي کالج هم راته غنیمت دۍ.٬٬

حکومت خو په بیا بیا ویلي چي دوی به په صوبه کي لوړ تعلیمي مقام اخیستونکیو سره تعلیمي مرستې کوي.آیا داسي مرستې له محمد عمر سره هم وشوې؟

٫٫بس دومره مرسته راسره وشوه چي د ٫٫بېنظیر سکالر شپس٬٬ تر سیوري لاندې په ضلع کي مرستیال کمشنر ۳ لکه پاکستاني روپۍ را کړې،لاکن هغه په یو څو میاشتو کي په داسي حال کي را څخه ولاړې،چې په کور کي یو سخته ناروغي را منځته شوه.٬٬

محمد عمر زیاتوي،هغه پخپله هم په بیا بیا له نورو حکومتي ادارو،د محکمه تعلیم له لوړ رتبه چارواکیو او خیریه موسسو سره تماس ونیولی او د تعلیمي مرستې غوښتنه یې ځیني وکړه،لاکن د ټولو ځواب نږدې یو شان وو چې ٫٫فنډ نشته٬٬

محمد عمر وایي،په راتلونکي کي د سي،ایس،ایس کولو اراده کوي او شوق لري چې په انتظامیه کي لوړه دنده تر لاسه کړي (یاده دي وي چي سي،ایس،ایس په پاکستان کي ځانګړې آزموینې دي چې پکي له بریالیتوبه وروسته،کاندید د پاکستان لوړي سرکاري انتظامي دندې تر لاسه کوي.

محمد عمرپه آخر کي ځوانانو ته پېغام ورکړو،باید دوي په زدکړو کي شپه او ورځ سره یوه کي او خواري وکړي.که څوک زیار وباسي،نومېوه به یې هرومرو تر لاسه کوي.
XS
SM
MD
LG