د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار لوبغاړي وايي، حق مو نه راکول کېږي.


د کندهار سوک وهونکي لوبغاړي
د کندهار سوک وهونکي لوبغاړي
سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د رزمي لوبو لوبغاړي وايي،چې که څه هم دوى زياته خواري باسي او تکړه ملګري لري خو بيا هم دولتي چارواکي او د رزمي لوبو فدراسيون کندهار ته پاملرنه نه کوي او نه غواړي چې د کندهار کوم لوبغاړى دي په نړيواله کچه وځلېږي.

رزمي لوبې هغو لوبو ته وايې چې اساس يې د مخالف کس وهل او د ځان دفاع وي.

د کندهار لوبغاړي وايي که څه هم تر اوسه پورې يې په ملي لوبډله کې ډېرى شته لوبغاړو او د بهرنيو لوبډلو لوبغاړو ته هم ماتې ورکړې دي خو تر اوسه پورې د دوى يو تن ملګرى ته هم په ملي لوبډله کې د ګډون حق نه دى ورکولى شوى.

د کندهار ولايت د کيک بوکس د فدراسيون يو تن استاد محمد ميرويس فرقانيار وايي چې دوى ته د کابل له لوري په لوبو کې د ګډون لپاره پر وخت خبر هم نه ورکول کېږي او هغه وخت خبر شي چې په سهار لوبه وي خو بيا هم دوى ډير وخت لوبې ګټلې وي.

(( موږ چې دلته کوم هلکان روزلي دي هغوى په تمرينونو ډېر ښه تکړه شوي دي ، خو کله چې هم مسابقه کېږي نو کابل موږ ته خبر نه راکوي په داسې وخت مو خبر کړي چې سبا ته لوبه وي هغه وخت نه موږ ځانونه اماده کولاى شو او د نه لوبې فيصله کولاى شو، له کابل څخه مو ګيله ده چې موږ دي پر وخت خبروي او زموږ د لوبغاړو پر حق دي سترګې نه پټوي ))

فرقانيار وايي چې دزرمي لوبو په ملي لوبډله کې يوازې هغه لوبغاړي اخيستل کېږي چې واسطې ولري او يا هم د پيسو په زور تللي وي چې هر هېواد ته تر تلو وروسته ماتې خوړلې بېرته هېواد ته راستنېږي خو د دوى تکړه شاګردانو ته څوک مخه نه ورپرېږدي.

په کندهار کې د کيک بوکس يو تن لوبغاړى حميد الله وايي چې څه موده وړاندې يې د بوکس د ملي لوبډلې يو تن غړي ته هم ماتې ورکړې ده خو خو بيا هم ده ته په ملي لوبډله کې چا برخه ورنه کړه.

(( يوه مياشت وړاندې دلته د بوکس مسابقې وي ، که څه هم زما رشته د کيک بوکس ته خو ما په بوکس کې د کابل د ملي ټيم يو لوبغاړي ته ماتې ورکړه زه غواړم چې ماته خپل حق ورسېږي))

دى وايي کابل په قصد غواړي چې کندهار دي وروسته پاتې وي.

په کندهار کې د رزمي لوبو عمومي مسول سيد سرور اماني وايي چې په کندهار کې هم چارواکي يوازې فټبال لوبه خوښوي او دوى ته يې پاملرنه ډېره کمه ده .

(( په کندهار په ځانګړې توګه رزمي لوبې ډېرې ستونزې لري يوه داده چې د کندهار چارواکي يوازې ټوله پاملرنه فوټبال ته کوي، او يوازې فوټبال پېژني خو دلته د پېنځلس په شا و خوا کې رزمي لوبي فعاليت کوي چې دوى ټولې کراټې بولي ، په داسې حال کې چې هغه هره يوه خپل نوم لري لکه کامفو ، کيک بوکس ، تکواندو ، او بانډو ))

د کندهار د سپورټ امير محمد الله ګلالى هم دا مني چې کابل د لوبو په ډګر کې تل د کندهاري دلوبغاړو پر حق سترګې پټې کړې وي.

دى وايي که د دغسې کړنو مخه ونه نيول شي د لوبغاړو زړه ماتېږي او ورسره به په کندهار سپورټ له پښو ولوېږي.

(( رښتيا هم د کابل له خوا څخه د کيک بوکس او کمفوتيا لوبې ته خاصه پاملرنه نه ده شوې . متاسفانه د کيک بوکس فدراسيون هم په دې برخه کې موږ پاملرنه نه ده کړې او کندهار يې له فامه غورځولى دى ))

په کندهار کې تر دې وړاندې هم ډېرى سوک وهونکيو هم له دې امله چې کابل ورسره د ميرې چلند کوي او په حق يې سترګي پټېږي له سوک وهونې لاس اخيستى وو.
XS
SM
MD
LG