اې ایف پي خبري اژانس لیکي، د نیټولخوا په هوایی برید کې د څلورویشتو پاکستاني پوځیانو وژنې په دغه هیواد کې سخته غصه راپارولې ده.
بلخوا د تیرې چارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان په دې خبره زور راوړو، چې دغه حمله په هیڅ صورت یو ارادي عمل نه وو.
اسلام اباد وایی دغه عمل یې ملکي خودمختارۍ ته زیان رسولۍ دی.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، پوځي پلټنې به دا خبره ښکاره کړي چې په هغه وخت د پیښې په ځای کې په اصل کې څه شوي وو، او زیاتوي دغه کله هم یو ارادي عمل نشي کیدای ، او دا چې د پاک افغان په پوله دغه یوه غمژنه پیښه ده چې رامنځ ته شوه، او دوی پرې هم سخت خفه دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جارج لیټل میډیا ته وویل، دغه د امریکا لخوا په پاکستان په هیڅ صورت یو پلان شوی عمل نه وو، دا خبره غلطه ده چې ګني دغه یو ارادي عمل وو.
رویټرز لیکي افغان او غربي چارواکي دا هم وایي، چې اول د پاکستاني ځواکونو له اړخه ډزی پیل شوې وې، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي، او وایی د داسې بیانونو سره غربي نړۍ ځان له دغه پیښې نشي خلاصولی.
له دې پیښې وړاندې امریکایي چارواکو د پاکستان په پوځ دا تورونه هم لګولي وو، چې دوی د حقاني اورپکې ډلې لخوا په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو خلاف په حملو چپه خوله دي.
د دغې پیښي وروستو پاکستان د افغانستان د راتلونکي په اړه د بون په نړیوال کنفرنس کې د ګډون نه هم انکار کړی.
د پینټاګان ویاند جان کربي وایي، هر چا ته دا پته ده، چې د امریکا او پاکستان اړیکي دا وخت سخت خراب شويدي، او زیاتوي امریکا او په خاصه توګه د پینټاګان چارواکي غواړي چې د دغه هیواد سره ښه اړیکي ولري ، چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي.
کربي دا هم وایی، دغه یو سخت کار دی نو ځکه به دوی هم د دې لپاره زیات کارکوي.