د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال آباد: مېلې او مېلمستیا یو ځای کېږي


د جلال آباد په بهسودو کې مېلمنو ته چرګان پخېږي
د جلال آباد په بهسودو کې مېلمنو ته چرګان پخېږي
بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد

د جلال اباد ښار بهسودو پل ته څيرمه چيرته چې به د طالبانو په واکمنى کې مجرمينو ته په ډاګه سزا ورکول کيده، هلته اوس ميله ځايونه او رسټورنټونه جوړ شوي دي.

هره ورځ ورته ګڼ خلک د بيلابيلو خوراکونو له پاره په ميله ورځي.

د سولې رسټورنټ چلوونکى رفيق الله وايي چې د تيرو لسو کلونو راهيسې ډول ډول کبان او غوښې د مينه والو په غوښتنه تياروي. دى وايي:

(( دلته موږ کړاهي، تيکې، کبان، څو د څو ډوله جرګان پخوو. مشتريان هم لرو، له سهاره د شپې تر يوولسو بجو پورې، ډله ډله خلک راځي او ډول ډول خواړه ورته تياروو. دلته يې هم خوري، دفترونو ته يې هم غواړي او ځينې خلک يې کورونو ته هم وړي.))

د ننګرهار پوهنتون استاد راز محمد فيضي چې ياد رسټورنټ ته يې ګڼ شمير ميلمانه وربللي و، وايي چې اوس دا يو رواج ګرځيدلى چې خلک ميلمانه ميله ځايونو ته بیايي، دى وايي:

(( په پښتني ټولنه کې خو موږ ميلمانه په حجرو کې عذروو، خو په اوس په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه ننګرهار کې اوس يو دود ګرځيدلى چې ميلمنو ته مېلمستیا په په سيل ځايونو کې ورکوي. نو زيات خلک غواړي چې ميلمستياوې په رسټورنټونو کې ورکړي، او بيا په هغو رسټورنټونو کې چې مسله ځايونه هم وي، لکه په ډرونټه کې د ځوانانو پارک او يا هم دغه د بهسودو د پل ميله ځاى.))

ممنون مقصودي چې د کونډې زوۍ په سريال کې يې د شاد ګل په نوم تلپاتې رول لوبولى خوښ و چې په دوستانه بنډار کې يې برخه اخيستې وه. دى وايي:

(( که څه هم زه لغمان يم خو ننګرهار مې ډير زيات خوښ دى او زه اوس ډير خوشحاله يم چې د دوستانو په منځ کې يم، دوستانو داسې يوه ميلمستيا جوړه کړې چې د خوراکونو په کې کمى نه شته خو ماته تر هر څه د دوستانو خبرې او مجلس ډير خوند راکوي.))

د يادونې ده چې د بهسودو پل له ميله ځاى څخه پرته د ځوانانو پارک چې د جلال اباد ښار په غربي څنډه ډرونټه کې موقعيت لري، هم يو له هغو ميله ځايونو څخه دى، چې په لسګونه رسټورنټونه په کې جوړ شوي او په ننګرهار سربيره ورته هره ورځ له کابل او نورو ولايتونو څخه ورته خلک په خوراکونو سربيره د سيل او تفريح له پاره ورځي.
XS
SM
MD
LG