د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حقاني شبکې سره خبرې، د کار پوهانو نظر


د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان و افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي مارک سېډویل ویلي دا نه غواړي چې پاکستان دې، په خپله ځمکه د افغان طالبانو، او حقاني شبکې پر ضد پوځي عملیات وکړي. بلکې هغوی دې د خبرو مېز ته راولي.

ایا پاکستان د حقاني شبکې مشران د خبرو مېز ته راوستای شي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې، په کابل کې د اسلام اباد پخواني سفیر رستم شاه مومند وویل، پاکستان، حقاني شبکې ته خواست کولای شي خو نور څه نشي کولای.

ده وویل، تر دې مخکې هم داسې هڅه شوې ده او هغوی یوه خبره کړې ده او دا ځل به هم یوه خبره کوي چې ((موږ د ملا عمر تر قومندې لاندې یو.)) او هغوی چې هر تړون ومني، موږ هم پر لاسلیک کوو.

په پېښور کې د قبایلي چارو کار پوه رحیم الله یوسفزی وايي، د پاکستان لخوا له حقاني شبکې سره د خبرو عمل تر پیلولو وړاندې په کار ده چې داسې حالات جوړ کړل شي چې هغه د خبرو اترو لپاره موزون وي.

((داسې اوس چې خلک نیول کېږي. او د خلکو پر تګ راتګ بندیز وي،)) او د هغوی کسان په زندانونو کې وي، نو داسې حالات به جوړ نشي.

مارک سېډول ویلي، د پاکستان لخوا له حقاني شبکې سره د خبرو وړاندیز به د ستراتیژیکو ګټو تر لاسه کولو په ترځ کې د اسلام اباد لپاره ډېر مهم وي.

رحیم الله یوسفزی وايي، داسې خبره کول چې د پاکستان ستراتیژیکې اېجنډې لپاره به دا ډېره ګټوره وي. ((زما په خیال داسې خبره کول نه ده په کار.)) دا د افغانستان په چارو کې نېغ په نېغه مداخله کول دي.

رحیم الله یوسفزی وايي، دا پرېکړه به افغانستان کوي، د دې هیواد خلک به یې کوي، چې څه غواړي او څه نه.

د اسلام اباد په سفر ورغلي، دې ځانګړي استازي د پاکستان له وزیر اعظم، د پوځ له مشر، او د آی ایس آی له مشر سره لیدنې ګټورې بللې دي او و یې ویل چې په پاکستان کې تر هغو ترهګري نشي ختمېدای، چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې.
XS
SM
MD
LG