د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ د نوي انعام بنیاد کېښود


ملاله وايي د خپل قام سیاسي مشره جوړېدل غواړي.
ملاله وايي د خپل قام سیاسي مشره جوړېدل غواړي.
انیسه اجمل - اسلام آباد

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د ماشومانو د امن نړیوال انعام نوماندې ملالې یوسفزۍ ته قامي امن انعام او پنځه لکه روپو ورکولو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت ملالې ته دا انعام له هغې وروسته اعلان کړی چې کله هغه په هالېنډ کې د ماشومانو نړیوال امن جایزې ته نوماندې (منتخیب شوه) چې په خپله خاوره سوات کې یې د اورپکو طالبانو پر مهال د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو او نجونو ته د تعلیم حق ورکولو لپاره په ځايي او نړیواله ميډیا کې خپل غږ اوچتولو او اوس هم د هغوی د حقونو لپاره په مېړانه هلې ځلې کوي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې ملالې یوسفزۍ د وزیراعظم دا اعلان وستایلی او پر نورو ماشومانو یې هم غږ وکړ چې د خپلو حقونو لپاره راپورته شي.، په دې انعام سره زما حوصله نوره هم اوچته شوه.کله چې په سوات کې حالات خراب وو او په تعلیم بندیز ولګېدو،نو ما دا ضروري وګڼله چې ددې ظلم او پابندي خلاف آواز اوچت کړو.او ما دا فکر کولو که موږ غږ پورته نکړو نو تل تر تله به همداسې تر ظلم لاندې یو.او ما خپل غږ د میډیا له لارې ټولې دنیا ته ورسولو.ما د پاکستان حکومت ته وویل،چې موږ تعلیم غواړو،موږ امن غواړو .موږ غواړو چې زموږ د وطن بچیان هم زدکړې وکړي.زموږ ولس دې له طالبتوب خلاص کړل شي.”

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین وايي،د خپلې لور په کار او کړنو ویاړي او فخر ورباندې کوي. هغه وویل چې لور ته یې دا انعام د نورو رسنیو او په خاصه توګه د مشال ریډيو له وجې ورکړل شوی.

دی وايي، کله چې دا د نړۍ په هغه پنځو ماشومانو کې وټاکل شوه.چې د امن لپاره هلې ځلې کوي.نو له دې سره اولنۍ مرکه مشال ریډیو وکړه او له هغې وروسته بیا ځايي ،قومي او نړیوالو رسنیو خبریالان راغلو او له دې سره یې مرکې کول پیل کړې.او د وزیراعظم صاحب دا اعلان د میډیا هغه مرسته وه چې له ملالې سره یې وکړه.او زه د مشال ریډيو مننه کوم ،هغه ځکه چې که د مشال او نورو رسنیو مرسته نه وای نو د ملالۍ غږ تر واشنګټنه ،استرالیا او برتانییا نه شوای رسېدلای.”

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له ماڼۍ په خپاره شوي یوه بیان کې هغه ملالې ته د بهادرۍ او مېړانې په دې کارنامه د مبارکۍ پیغام ورکړی.

نوموړي خپلې کابینې ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته دې هرکال په پاکستان کې تر اتلس کلونو ټیټو ماشومانو ته د امن په کارنامه کلنۍ انعام ورکړل شي.

او له دې نه داسې ښکاري چې ملالې د خپلو کړنو او کارنامو په مرسته په پاکستان کې د نوي انعام یا جایزې بنیاد کېښود.
XS
SM
MD
LG