د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیري رحمان په امریکا کې د پاکستان نوې سفیره


شیري رحمان د پاکستان لخوا په امریکا کې نوې سفیره وګمارل شوه
شیري رحمان د پاکستان لخوا په امریکا کې نوې سفیره وګمارل شوه
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني نن د اطلاعاتو  او نشریاتو پخوانۍ وزیره شیري رحمان په امریکا کې د پاکستان نوې سفیره وټاکله. د وزیر اعظم دفتر د دې خبر اعلان کړی خو نور معلومات یې ور نه کړل.
 
شیري رحمان به د پخواني سفیر حسین حقاني پر ځای کار کوي چې د نهی په ورځ یی له خپلی دندی استعفی ورکړه.
 
به نوموړي تور و چی امریکا ته د یو خط له لارې د پاکستان پوځ د کنټرولولو خواست کړی و.
 
حسین حقاني د خط لیکلو یا استولو په لړ کی د رول لرلو نه انکار کړی. بل لوری د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا کیسه دروغ بللی.
 
دا لانجه هله راپورته شوه چې  سږ  په  ۲۰۱۱م کال د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيیا  په یوه مشهوره ورځپاڼه کې په خټه  پاکستاني  امريکايي لیکوال منصور اعجاز یوه لیکنه خپره شوه


په خپله دې لیکنه کې  منصور اعجاز  دعوا کړېوه  چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د سمدستي مرستې غوښتنه شوې.
 
د لیکوال په خبره زرداري مایک مولن ته لیکلي، داسې نخښې نښانې شته چې د پوځ سر لښکر  جنرال اشفاق پرويز کیاني غواړي دده حکومت د یوې پوځي کودتاه له لارې وپرځوي.
 
زرداري په دې مشکوک  لیک کې له مایک مولن نه مرسته غوښتې چې  د کیاني ددې ګام  په مخنیوي کې چابک  اقدامات وکړي.
XS
SM
MD
LG