د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د جګړې تاوانونه اربونو روپو ته رسېږي


په سوات کې لروبر وران شوي ښوونځي،کورونه او د خلکو تباه حاله کرهڼه تر سترګو کېږي
په سوات کې لروبر وران شوي ښوونځي،کورونه او د خلکو تباه حاله کرهڼه تر سترګو کېږي
کارپوهان وایی په سوات او خواوشا سیمو کې د ترهه ګرۍ پر ضد د جګړې له کبله د سیمې کرونده ګرو ته د ۲۵ اربه روپو زیان رسیدلې دی. دغه شان د ترهه ګرۍ د بریدونو او پوځي عملیاتو له کبله په سلګونو کسان معذوران شويدي. د روټري کلب یو غړې وايي یواځې په مینګوره کې ۶۵۰ هلکان او جینکۍ د وجود د اندامونو نه معذوره شویدی.

سیمه کې د جګړې له کبله ۴۰۳ ښونځي وران شوي دي او ټولنیز او کلتوري ژوند ته هم ډیر زیان رسیدلې دی. د تره ګرۍ ضد جګړه او د پښتنو په معاشي، کلتوري او ټولنیز ژوند ددې اثرات، د کرښې په غاړه اونیز پروګرام د نن ورځې د بحث موضوع ده.

په بحث کې راسره څیړن کار او د سوات د روټري کلب فعال غړې فضل مولا او د سوات قامي جرګې ویاند او د تعلیم د چارو پوهان ضیاءالدین یوسفزې برخه اخلې.

کوربه شاهین بونیری دی


په سوات کې د جګړې تاوانونه اربونو روپو ته رسېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG