د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حاجیانو راتګ د کاروبار پرمختګ


د افغانستان یو حاجي له سعودي عربه خپل هیواد ته راستون شو.
د افغانستان یو حاجي له سعودي عربه خپل هیواد ته راستون شو.
مجيب الرحمان انګار،پيښور

په داسې حال کې،چې د لوی اختر په تیریدو سره د پيښور ډیری بازارونه له ګڼې ګوڼې تش او ساړه ښکاري خو د جای نمازونو،تسبو او خرماوو بازارونه په بیسارې توګه له خلکو ډک او هر دوکان ته ډلې ډلې خلک ولاړ وي.

دغه دوکانداران وايي،سره له دې،چې له تیرو څو کلونو راهیسې په پيښور کې کاروبار په ټپه ولاړ دی،خو د حاجیانو دراستنیدو په ورځو کې ددوی بیډۍ میره وي ، زما نوم محمد لقمان دی او د پيښور په پيپل منډي کې د خرما د توک پلورنځی لرم،زه په دې ورځو کې له شلو تر پينځه ویشتو لکو کلدارو خرما پلورم،په دې بازار کې تر لسو پورې د خرما دوکانونه دي او که ټولو ته حساب وکړو نو لږ تر لږه په یوهیوه نیمه میاشت کې له شلو تر پينځه ویشتو ملیونو کلدارو خرما پلورل کیږي او دا ټوله حاجیان اخلي٬٬

د افغانانو او د پښتونخوا د ځینې سیمو د ځانګړي دود له مخې،کله چې حاجي د حج فریضې تر ادا کولو وروسته خپل کور ته راستنیږي نو کورنۍ یې ځانګړي ترتیبات نيسي،په ورځو ورځو یې خلک ستړي مشي ته راځي او حاجي هم هر یوه ته له جاینماز،تسبو او خرما نیولې ډول ډول تحفې ورکوي.

د پيښور په پيپل منډي کې د جاینمازونو او څادر پلورنکیو دوکاندارانو د ټولنې مشر شاکر الله وايي، په دې ورځو کې ددوی بازارونه هم دومره تاوده وي چې د چا خبره سر ګرولو ته نه خوشې کیږي .

په ټول پيښور کې په دې ورځو کې تر سلو زور پورې جاینمازونه خرڅیږي او هر جای نماز له سلو کلدارو نیولې تر درېیو سوو پورې بیه لري. که څه هم ځینې پاکستانیان هم لږ ډیر جای نمازونه اخلي خو زموږ ډیری مشتریان افغانان دي.


د همدې بازار جنوب اړخ ته د بنجاریانو بازار په نوم تنګه کوڅه،چې تسبیح او سپينې خولۍ پکې پلورل کیږي یو بل مارکیټ دی،چې د حاجیانو خپل خپلوان کرۍ ورځ پکې په سودا رانیولو لګیاوي.

په دې بازار کې ډول ډول پاکستانۍ،چینايي،تایواني او ان جاپانۍ تسبیح ځړیدلې وي او هرڅوک په درجنونو ډبرينې،پلاستيکي،دلرګي او نورې تسبیح رانیسي.

حاجي خدابخش چې په خبره یې له تیرو پنځوسو کالو راهیسې په دې بازار کې دوکان لري،وايي د لوی اختر په مياشت یا د حاجیانو د راستنیدو په شپو وځو کې په دې بازار کې د په ملیونونو کلدارو تسبیح پلورل کیږي .

په دې ورځو کې زموږ په بازار کې د ملیونونو روپو تسبیح پلورل کیږي،که یواځې د خپل دوکان خبره درته وکړم نو زه لږ تر لږه دیرش زره درجنه تسبیح پلورم،په دې کې ارزان بیه هم وي او ډیرې قمیتي هم. مثلا یو درجن تر زرو کلدارو پورې بیه لري.

دغه دوکانداران وايي،که څه هم د پاکستان دځینې قبائلي سیمو خلک هم لږ ډیر دغه دود پالي خو وايي چې ددوی ډيری پيریدونکي یا مشتریان افغانان دي،چې ډیری یې له افغانستانه راځي.

که څه هم هر سړی هڅه کوي،چې د خپل کلي او قام د بل حاجي په پرتله څو ګامه وړاندې لاړ شي او زیات مصرف وکړي او ځینې خو یې لا ثواب هم ګڼي خو مولوي نورآغا بیا دا هرڅه د اسلامي اصولو پرضد او یو ناروا عمل ګڼي .


د شرعیت له مخې دا ډول کارونه او دودونه جواز نه لري،حج یو مقدسه فریضه ده،نور نو دا ټول رواجي دودونه حرام او ناروا دي

نوموړی وايي،که یو څوک په دې نیت چې خلک ورته ښه سړی ووايي او په هر ځای کې یې د دسترخوان او ډیرو تحفو کیسې یادې شي او صفتونه یې وشي نه یواځې دا،چې حج یې نه قبلیږي،بلکې د اسلام له نظره دا کار ریا او سخته ګناه ګڼل کیږي.

د نورو ډیرو دودونو پشان اوسمهال له حج نه وروسته رواجي لګښتونه دهغو مصارفو په نسبت،چې حج ته د تلو په چارو لګول کیږي دوه او ان څو وارې زیات دي،چې له امله یې نه یواځې پخپله د حاجي په مالي زیان تمامیږي بلکې د عالمانو په خبره حج ته یې هم زیان رسوي.
XS
SM
MD
LG