د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین ږیري لوبغاړي او ځوان نندارچیان


د پښین درې تنه د بیتو لوبه کوي،چې ورته بنټه بېته یا بلوري هم ویل کېږي.دا د بلوچستان په پښتني سیمو کې ددې لوبې ګڼ کسان لېواله دي.۱۴ م نومبر ۲۰۱۱
د پښین درې تنه د بیتو لوبه کوي،چې ورته بنټه بېته یا بلوري هم ویل کېږي.دا د بلوچستان په پښتني سیمو کې ددې لوبې ګڼ کسان لېواله دي.۱۴ م نومبر ۲۰۱۱
خدای نور ناصر - کوټه


په ډيری پښتون میشتو سیمو کي نن هم د پښتنو کلتوري لوبي کېږي. که څه هم په اکثره لوبو کې ځوانان لوبه کوي او سپين ږيري یا پاخه عمر کسان يې نندارې کوي. خو د پښين په کلي پيرڼي کي يوشمیر سپين ږیرو د بیتو لوبه کوله، او ځوانان ورته د نندارچیان غوندې ولاړ وو... عزت الله دهمدې کلي يو اوسیدونکی دی، چې مشال رېډیو ته يې دهمدې لوبي په اړه په خپلو خبرو کې وویل...

موږ ډیر کوچنیان وو، ماته یاد دي چې په هغه وخت کي هم زموږ د کلي سپین ږیري به د ماجت مخي ته راتلل او همدا د بیتو لوبه يې کوله. دا خو ډیره مشهور لوبه ده، او نه يواځي دلته په پښين کي بلکې په ټولو پښتون میشتو سیمو کي لوبیږي. ددې سیمو خلک په دې کي ډیره دلچسپي اخلي او خاص د ماځيګر په وخت کي دا لوبه ډیره لوبیږي.


د پښین پېرڼي کلي یو سپين ږیری د بیتو لوبه کوي.
د پښین پېرڼي کلي یو سپين ږیری د بیتو لوبه کوي.
دهمدې کلي يو ځوان امیرمحمد وايي دی پخپله هم اکثره له دې سپين ږیرو سره په دې لوبه کي برخه اخلي. خو دده په خبره ډیر واره ورته ناست وي، او دسپين ږيرو په دې لوبه خوند اخلي... امیرمحمدزیاتوي..
په دې لوبه کي ټول څلور کسان برخه اخلي. دوه له يوې خوا وي او دوه له بلي خوا.همدا لوبه نه يواځي دا سپين ږیري کوي بلکې ددې ځاي ځوانان يې هم کوي.ترماښامه پوري ډير ښه وخت باندي تیر شي.

دکلي پيرڼي پښين اوسېدونکي وايي ددوی په کلي نه يواځي همدا د بیتو لوبه، بلکې دپښتنو د کلتور نورې لوبي هم کېږي. خو زیاتوي چې دبیتو له لوبو ماسوا نوري ټولي لوبي ځوانان کوي.. ددې کلي يو بل کس شمس الله مشال ته وویل؛ دا نو د ساعتېري لپاره ښه لوبه ده. ټول ځوانان دلته ورته ناست وي. او سپين ږيري ورته لوبه کوي. دلته ځوانان هم دالوبه کوي. خو ډیر په کې کرکټ او فټبال کوي.

اویا کلن سپين ږیری رازق کاکا چې په دواړو لاسو کي يې له اوسپني جوړي شوې بیتي وې، او د بیتو په دې لوبو کي د يوه ښه لوبغاړي په توګه نوم لري، له مشال سره په خبرو کي وویل، دده د عمر تر لس زیات سپين ږیري يې ددې لوبي ملګري دي. دده په خبره دوی دا لوبه د ورزش لپاره کوي.

سپين ږیری رازق کاکا وايي له کوچنیوالي دوی د بیتو لوبه کوي. دده په وینا پخوا به يې دغیږي لوبي هم کولې، خو اوس يې د غیږي عمر تیر شو.


د پښین پېرڼي کلي ځوانان او ماشومان د بیتو لوبې ته په شوق ناست دي او ننداره یې کوي.
د پښین پېرڼي کلي ځوانان او ماشومان د بیتو لوبې ته په شوق ناست دي او ننداره یې کوي.
په دې برسیره چې د بیتو لوبه دبلوچستان په پښتون میشتو سیمو کي نن هم لوبیږي، خو لیکوال محمدصادق ژړک وايي همدا د بیتو لوبو له پخوا راهیسي په ټولو پښتون میشتو سیموکي لوبیږي. محمدصادق مشال راډيوته وویل،

بیتي د پښتنو يوه لرغونې لوبه ده. چې د څيړنو له مخه ویلی شو چې دا د ټولو افغانانو پښتنو شریکه لوبه ده. دا لوبه نه يوازې دلته دبلوچستان په پښتون میشتو سیموکي بلکې په لر او بر پښتني وطن او چیري چې پښتانه اوسیږي همدا لوبه کېږي

ښاغلی ژړک زیاتوي د بیتو اوسنۍ که څه هم نن هم کېږي، خو دده په خبره هغه لرغونې بڼه يې نشته چې پخوا په همدا بیتي له ډبرو څخه لاسي جوړېدې، د نن د بیتو لوبي له اوسپينو څخه په جوړه شويو بیتو کېږي.
XS
SM
MD
LG