د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان درې مخه


عمران خان د کرکټ په میدان کې د یوه ښه ځلېدلي لوبغاړي په توګه پېژندل کېدلی
عمران خان د کرکټ په میدان کې د یوه ښه ځلېدلي لوبغاړي په توګه پېژندل کېدلی
په فارن پالیسي مجله کې د شنونکي نادر حسن یوه مقاله خپره شوې ده چې په کې هغه لیکلي عمران خان د خپل ژوند پر مهال درې ډوله روله لوبولي دي. یو کردار یې د بهترین کرکټر وو چې په کې هم د وکټو لېواله وو او هم د ښځو. دویم کردار یې د مخیر وو چې تر مخې یې ده د سرطان د ناروغیو درملنې لپاره روغتون جوړ کړ. او درېیم هغه یې د داسې سیاستوال دی چې له ښي لاسي مذهبي ګوندونو سره په کتار کې ولاړ دی.


د فارن پالیسي مجلې په مقاله کې راغلي، عمران خان په ژوند کې تل د سیالۍ او زغل کولو هڅه کړې ده. دی چې کرکټر وو نو هیڅ یې حوصله له لاسه نه ورکوله. د یوه ښه بالر په توګه یې ځان ښکاره کړ او بیا چې د عمر له زیاتېدو سره یې دا هنر له لاسه ورکاوه نو د بیټنګ په څانګه کې یې ښه زیار و ایسته.

د لیکوال په خبره، عمران خان تر دې وروسته د کرکټ د لوبډلې مشري په لاس واخیسته او د پاکستان وېشل شوې، خپره وره لوبډله یې یو ځای او متحده کړه. دی دومره لوړ شخصیت وو چې د پاکستان پخواني هیواد مشر جنرال ضیا الحق ورته وویل چې لوبې ته دې بیا راشي او د لوبډلې مشري دې وکړي. عمران خان د ۱۹۹۲ز کال تر نړیوالې اتلولۍ مخکې لوبه پرېښې وه.

نادر حسن لیکي، د عمران خان شهرت یواځې د لوبې په میدان کې نه وو بلکې د لوبې له میدانه دباندې هم اتل وو او د خپل ژوند د دې وخت یادښتونه نشي هېرولای. عمران خان له یوې فنکارې ایما سارجنټ او د هندي فلمونو ادا کارې زینت امان سره اړیکي لرل. همدا راز، په امریکا کې یې له سیتا وایټ سره اړیکي لرل. نادر حسن لیکي، عمران خان له سیتا وایټ سره یې واده نه وو کړی خو له نوموړې یو بچی هم لري. تر دې وروسته عمران خان د برتانیا له یوې ډېرې شتمنې ښځې جمایما ګولډ سمت سره واده وکړ.

د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې راغلي، عمران خان د انابېل په نوم د نڅا په کلب کې تل موجود وو او د یوه لیکوال جیفري ارچر د نڅا او سرود محفلونو ته هم تللو.

نادر حسن لیکي، تر دې وروسته د عمران خان د ژوند دویم کردار مخې ته راځي.

عمران خان د کرکټ د دندې په وروستیو کالونو کې پیسې جمع کول پیل کړل چې په پاکستان کې د سرطان د ټولو ناروغیو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي. نوموړي شوکت خانم روغتون جوړ کړ او د خلکو درملنه یې پیل کړه.

د مقالې تر مخې د عمران خان سیاسي ژوند د هغه درېیم کردار دی.

نوموړي په ۱۹۹۶ز کال کې د پاکستان تحریک انصاف په نوم ګوند جوړ کړ او د هم هغې کال په انتخاباتو کې یې یوه څوکۍ هم و نه ګټله.

تر دې وروسته نوموړي په ۲۰۰۲ز کال کې په انتخاباتو کې دوه څوکۍ وګټلې. د لیکوال په خبره په دې انتخاباتو کې د دوه څوکیو ګټل هم ځکه ممکن شول چې له مذهبي ګوند جماعت اسلامي سره یې د څوکیو پر نظام سلا راغله.

نادر حسن لیکي، د عمران خان ازاد خیاله ملاتړي له دې منلو انکار کوي چې څنګه یو کس چې له ښځو سره یې ګډا ګانې کړې دي اوس له مذهبي ډلو سره یو ځای شوی دی.

د مقالي په پای کې نادر حسن زیاتوي، د عمران خان پښتون ملتپاله نظریه هم د کرکټ پر مهال د ده د شخصیت برخه وه او هم اوس، خو پر دې سر بېره نوموړی پر دې له غور کولو انکار کوي چې په قبایلي سیمو کې دې د اورپکو پر ضد عملیات وشي.
XS
SM
MD
LG