د لاسرسي ځای

تازه خبر

لرو بر پښتتانه يو دى


پښتو فلم لروبر پښتانه یو دي ، د لروبر اداکارانو په ګډ زیار تیار شوی دی
پښتو فلم لروبر پښتانه یو دي ، د لروبر اداکارانو په ګډ زیار تیار شوی دی

بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال آباد

لر او بر پښتانه يو دي، د هغه ټيلي فلم نوم دى، چې د اختر د ړومبى ورځې څخه تر څلورمې ورځې پورې د جلال آباد ښار په يوه پارک کې د خيمې يا تمبو لاندې د پروجېکټر په ذريعه د مينه والو په وړاندې وښودلى شو.

دا ټيلي فلم چې د لر او بر اداکارانو په ګډه جوړ کړى، هڅه په کې شوې چې د پښتون د يو والي پيغام په کې ورکړي.

د فلم ليکوال او ډاريکټرذيشان خان تلاش دى او پرډيوسر يې جانوالي علمزى دى.

د دې نندارې چلوونکى او د فلم يو تن لوبغاړى محمد ظريف وايي چې د تيرو څلورو ورځو راهيسې يې ليدو ته ځوانان په شوق او علاقمندى سره راځي، موږ په دې فلم ډيره محنت کړى دى او کتوونکو ته مو په کې دا پيغام ورکړى چې لر او بر پښتون يو دى. دى وايي چې که څه هم سل روپى يې ټکټ و خو رش پرې دومره زيات و چې په خيمه کې به کرسى ډکې شي او بيا پرې ټکټونه ويشل کيدل.

د محمد اصف په نوم يو تن چې فلم يې ليدلى و، وايي چې ډير تعليمي فلم دى، موږ چې وکتو نو د دې فلم نه مو دا مطلب واخيستو چې که په کابل کې اوسيږي او که په پيښورکې لر او بر پښتون يو دى. او بله دا چې پښتني کلتور ته په کې هم پام اړول شوى دى.

د عصمت الله په نوم يو تن زلمکى وايي چې دا فلم يې په بيا بيا کتلى او خوند يې ترينه اخيستى او د دې فلم له برکته په دې پوهيدلى چې لر او بر پښتون يو دى.

د فلم پروډيوسر جانولي علمزى وايي چې په دې فلم دوه لکه اتيا زره روپى لګښت راغلي، چې د دې څلورو ورځو ښودلو په دوران کې يې پرې دا رقم نه دى تر لاسه کړى خو تمه لري چې په سي ډيو کې له ريليز کولو وروسته به پرې ګټه وکړي.

په دې فلم کې جهانګير، محمد حسين سواتي، جانولي علمزى، فاتح شاه خوګياڼي ، بهير چپرهاري او ظمير سرحدي مرکزي رولونه لوبولي او په ښځينه وو کې کرن، سنبل، صايمه شاه، دردانه رحمان او صبا شاهين برخه اخسیتې.

ياده دې وي چې د ډاکټر نجيب الله تر حکومت پورې په جلال اباد کې دوه سينيماګانې فعالې وې چې يوه يې سرکاري او بله هغه يې شخصي وه، خو د تيرو شلو کلونو راهيسې چې د جنګ د لمبو ښکار شوي، سره له دې چې په ننګرهار کې د افغان فلم مديريت هم شته د خلکو د بيا بيا غوښتنو سره سره ورته حکومت پام نه دى ور اړولى.
XS
SM
MD
LG