د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مایکل جېکسن ډاکټر سزا شو


سندرغاړی مایکل جېکسن د موسقي ډګر نابغه بلل کېدی
سندرغاړی مایکل جېکسن د موسقي ډګر نابغه بلل کېدی
د امريکا نامتو سندر غاړي مايکل جيکسن د وژني په مقدمه کي د قاضيانو يوي ډلي د جيکسن شخصي ډاکټر کونراډ مری د نومړي په مرګ کي په غير ارادي توګه ذمه وار ګرځولي دي.

په درو اونیو کې چې کله عدالتي ډله ډاکټر کونراډ مري د سزا ورکولو رسمي اعلان وکړي نو هغه به تر څلورو کالونو پوربندي کېږي او د ډاکټرۍ لايسېنس به یې هم کېنسل شي.

قاضي په خپلو څرګندونو کې وویل،چې ډاکټر کونراډ له یوه نابغه سندرغاړي مایکل جېکسن څخه نړۍ محرومه کړه.

د ججانو د ډلي لخوا چي کله پريکړه واورول شوه نو په دي موقع د عدالت په کوټه کي موجود د مايکل جيکسن د کورنۍ غړي په ژړغوني وو او سلګۍ یې وهلې .

پنځوس کلن سندر غاړي مايکل جيکسن د دوه زره نهم کال د جون په مياشت کي د خوب د زياتو دوايانو د خوړلو له وجي مړه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG