د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څارویو لوړ نرخونه او قاچاق یو لویه ستونزه ده


د اختر د قربانۍ لپاره د پسونو بییې اسمان ته ختلې
د اختر د قربانۍ لپاره د پسونو بییې اسمان ته ختلې


نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کي خلک وایي،د څارویو غېرقانوني کاروبار او قاچاق له وجي له یوې خوا په عادي ژوند کي د غوښي نرخونه تر آسمانه رسېدلي،له بلي خوا د لوی اختر لپاره د څارویو نرخونه هم د دوی له وسه ډېر پورته شوي.

زیاتره خلکو د دغ علت د څارویو غېرقانوني کاروبار او کاچاک په ګوته کوي.د کوټي یو اوسېدونکۍ سید جعفر وایي،د څارویو غېر قانوني کاروبار له وجي دلته غوښه ګرانه شوې.په بلوچستان کي ډېر ښه څاروي موندل کېږي،له دغي وجي په افغانستان،ایران،آسترالیا او یورپي هېوادو کي د بلوچستان د څارویو ډېره غوښتنه کېږي او هلته په لویه کچه دا وړل کېږي.په نتیجه کي دلته څاروي هم ګران شي او غوښه یې هم.٬٬

سید جعفر زیاتوي:٫٫پخوا به کیلو غوښه په ۷۰ یا به په ۱۰۰ روپۍ وۍ،خواوس له ۴۵۰ څخه یې واله،بیا تر ۵ او ۵۵۰ روپۍ پوري یو کیلو وي،چې دا ډېره د ظلم او زیاتوب خبره ده.داسی خلک هم شته،کوم چې په کلو کلو د پوسه (ګډ) غوښه اخیستلو توان نه لري او یوازي په ودو او په اخترو کي د نورو خلکو په کورو کي یې وخوري.٬٬

یو قصاب،خداییداد د غوښې د ګراني وجه دا بیانوي ،چې د څارویو بیې لوړې دی ٫٫ګوره،غوښه موږ ګرانه نه ورکوو،بلکه له بالا څخه پر موږ ګرانه خرڅېږي.د مثال په توګه یو غوییی،چې پخوا به مي په ۱۰ او ۱۵ زره روپۍ اخیستۍ،اوس هغه موږ په ۶۰ او ۷۰ زره اخلو.اوس ته راته ووایه،زموږ څه ګناه ده؟.٬٬

قصاب،خداییداد هم په دا فکر دی چې د ګرانۍ سبب به د څارویو غېرقانوني کاروبار وي.



رپوټونه وايي چې د څارویو قاچاق سا سمګلنګ هم د غوښې بییې لوړې کړې دي
رپوټونه وايي چې د څارویو قاچاق سا سمګلنګ هم د غوښې بییې لوړې کړې دي
یو کس،چې خپل نوم الکوزی یادوي،دا مني چې دی د څارویو غېرقانوني کاروبار کوي،مګر د ده په وېنا،آخر څه وکړي،هم دغه یې د ژوند د ٫٫ګزارګۍ٬٬ یواځنۍ لاره ده.دی زیاتوي:٫٫له واره حکومت ستونزې را مخته کړې دي.وایي،٫٫ضلع بندي٬٬ ده.یاني له یوې ضلعې څخه بلي ته څاروي نه شې وړای،مګر چې کله یو ٫٫زرۍ٫٫ (۱۰۰۰ روپۍ) ورکړو،بیا ضلع بندي ختمه شي.٬٬

له الکوزیه مي و پوښتل،حکومت وایي.که تاسو ته د څارویو د وړلواجازت درکړي،نو بیا به دلته غوښه او څاروي نور هم ګران شي،مګر په ځواب کي د ده دلیل وو:٫٫والله که هیڅ هم ګران شو.که موږ ته په قانوني توګه د څارویو د وړلو اجازت ورکړل شي،نو په ځواب کې به له نورو هیوادونو هم څاروي راشي.نن مي دا اورېدلي،چې آسترالیا ۳ زره غوایه پاکستان ته ورکړي،چې تر لاهور،کراچۍ او پېښوره را رسېدلي هم دي.نو د خبرې مطلب مي دا وو،چې په قانوني کاروبار سره به نړۍ هم په بدل کي موږ ته څاروي را کوي او دا به هم موږ راوړو،یاني په دې سره به زموږ هم ګټه وي او دحکومت او خلکو هم.٬٬

خو د بلوچستان د حېواناتو محکمې ډپټي سیکرېټري ډاکټرمزاربلوڅ وایي،اوله خبره دا ده چې د څارویو د کاروبار اجازت ورکول د وفاقي حکومت کار او اختیار دی.دویمه دا چې که د دوی یاني صوبایي حکومت خوښه او اختیار هم شي،نو دوی به هیڅ کله هم د دې اجازت نه ورکوي،ولې چې د اجازت په صورت کي به لکه اوس،د څارویو او د هغو د غوښو نرخونه لوړ شي او دلته به څاروي نه ترلاسه کیږي.

ډاکټر مزار زیاتوي:٫٫ځکه خو موږ د څارویو پر وړلو بندېز لګولۍ او په ټولو سرحدي ضلعو،لکه ژوب،کلاعبدالله،چاغي او نورو کي دفعه ۱۴۴ نافذه کړې.د دې مطلب د څارویو پر وړلو بندېز دی.٬٬

یاده دې وي چې په بلوچستان کی د غوښو او څارویو نرخونه،د یوې اندازې له مخه،په تېرو لسو کالو کي،پنځه چنده سیوا شوي.خلک وایي،له وجې یې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ شوي او د دوی په فکر،د دې لوی سبب،بیا هم په تکرار سره،د څارویو قاچاق او غېرقانونی کاروبار دی.
XS
SM
MD
LG