بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد
د لوی اختر د رارسېدو په وياړ په جلال اباد ښار کې د سرې مياشتې خيريه ټولنې رضا کار ځوانان د چار شنبې يا شورو په ورځ د تفريحي ځايونو او واټونو د پاکولو په اشر راوتلي وو.
ننګرهار کې د سرې مياشتې خيريه ټولنې مشر ننګيالي يوسفزي وويل چې د ښار تفريحي ځايونه، واټونه او عمومي سرکونه د ښاريانو د ناپامۍ له امله چټل شوى. هغه زياته کړه:
((عيدګاه مسجد چې داخترونو لمونځونه په کې کيږي، همدا اوس يې چمن د ګنډيريو له پوټکو ډک دي، دغه راز ټول تفريحي ځايونه پاکوالي ته اړتيا لري.)) نوموړي وويل: په دغه اشر کې د سرې مياشتې تر سلو زيات رضاکاران ونډه لري چې په دې سره به له يو خوا د ښار مهم ځايونه پاک شي او له بل پلوه به د جلال اباد ښار د اوسېدونکو پام پاکوالي ته ور واړوو.
يوتن رضا کار اجمل دا مسووليت ګڼي چې خپل ښار پاک وساتي:
: ((که د بل ځای کوم څوک راشي او زموږ په ښار کې واټونه، تفريحي ځايونه او عمومي سړکونه چټل وي، نو ددې ښار اوسېدونکي به ورته د پاکۍ او صفايۍ په وړاندې بې تفاوته ښکاره شي..)) اجمل زياته کړه: څرنګه چې خپل کورونه پاک او ښکلي ساتو بايد وګڼو چې ښار هم زموږ کور دی او په دې به ښه ښکاره شو چې په پاک ساتلو کې ځانونه مسوول وګڼو.
د اختر د رارسېدو په وياړ دا اشر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د جلال اباد ښار پاکۍ او صفايۍ ته نه ښاروالۍ او نه هم نه هم د ښار اوسېدونکي پام اړولى و.