د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې د ترهګرۍ تر شا د کوټې شورا "


په افغانستان کې د ایساف ویاند کارسټېن جېکبسن
په افغانستان کې د ایساف ویاند کارسټېن جېکبسن

د ایساف چارواکي وايي، همدا اوس په افغانستان کي د ډیرو نا امنیو مسئولیت په پاکستان کي د کوټي د شورا پر غاړه دی.

ایساف ځواکونو ویاند کارسټېن جېکببسن د اتوار په ورځ له مشال ریډيو سره په مرکه کې وویل، چې په دې اړه باید اقدام وکړو او په خبره یې چې دغه شرایط به تر څېړنې لاندې ونیسو.

نوموړي په افغانستان کې د ډیرو نا امنیو او تاوتریخوالي مسئولیت په پاکستان کې د طالبانو د کوټې شورا پر غاړه واچوي.

د کوټې شورا د ډیرو نا امنیو او تاوتریخوالي مسئولیت لري او د حقاني شبکې ویلي، چې دوي د کوټې په شورا اړه لري، د ایساف لومړی مسئولیت د ولسي خلکو ساتنه ده، موږ باید د اوسېدو په ځای کې دا کار وکړو.بیا موږ باید جدي هڅې وکړو، چې امنیت نور هم ښه کړو.له پاکستان سره سرحدي سیمې په ځانګړي ډول سرحد د امنیت له پلوه د اندېښنې وړ دی، موږ باید په دې اړه عمل وکړو او دا موضوع وڅېړو.”

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت په هغه راپور کې چې کانګرس ته یې د افغانستان د حالاتو د ښه والي په خاطر لیږلی وو، لیکلي وه له پاکستان سره پر کرښه د پرتو سیمو پرته په نورو سیمو کې پرمختګونه شوي.

په راپور کې دا هم راغلي وه، چې پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو خوندي اډو ته ځای ورکړی او د همدې خوندي اډو موجودیت په افغانستان کې د دوي ځواکونو ته سخت ګواښ دی.

ښاغلي جکبسن د بیلد ام زونټک جرمنۍ اونیزې هغه راپور نه رد او نه ومني، چې ویلي یې وه، د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) په افغانسان کې د جرمني پوځي روزونکو د کار په اړه جاسوسي کړې او دا خطر یې پیښ کړی، چې دغه معلومات به د وسله والو طالبانو په لاس ورشي.

ایساف دا خبرې داسې وخت کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کابل او اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې په خپله خاوره کې دي د ترهګرو اډې له منځه یوسي.

هیلري کلنټن په کابل کې وویل، پاکستان باید د افغانستان د روان بحران د حل یوه برخه و اوسي.

دې تر کابل وروسته په اسلام اباد کې هم دا خبره تکرار کړه او پاکستاني چارواکو ته یې وویل، چې د افغان وسله والو طالبانو اډو د له منځه وړلو لپاره دي په میاشتو او کلونو نه بلکې په ورځو او اونیو کې کار وکړي.


بلخوا رایټرز خبري اژانس لیکي چې دپاکستان د بهرنیو چارو دوزارت یو مامور د نوم د پټ ساتلو په شرط دوی ته ویلي چې افغانستان کې دجرمني ځواکونو او پولیسو د جاسوسۍ کولو په اړه خپاره شوي رپورټونه بې مانا او خندونکي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند جنرال اطهر عباس بیا په دې اړه نوموړي خبري اژانس ته ویلي چې دا ډول رپورټونه ددې وړ نه دي چې دوی پرې خپل نظر ښکاره کړي.

د Bild am Sonntag په نامه مجله چې په لوی تیراژ کې خپریږي په خپل رپورټ کې لیکلي شخصي ټیلي فوني مکالمې ، دجرمني دکورنیو چارو وزارت ته لیږل شوي پیغامونه ، دپوځي هدفونو امرونه او د پولیسو د سرتیرو نومونه په پټه دپاکستان د استخباراتي ادارې له خوا کشف شوي او دې سره دا ویره مخې ته راغلې چې کیدای شي دا حساس معلومات د اورپکو لاس ته ورشي.

دامریکا متحده ایالتونه له یوې مودې راهیسې پاکستان ته په شکمنو سترګو ګوري چې په حکومت یا استخباراتي اداره کې یې دننه ځیني کړۍ د اورپکو ملاتړ کوي څو له دې لارې په افغانستان کې خپل نفوس زیات کړي ، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې په دوه زره څوارلسم کال کې دناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په پاکستان باندې داورپکو سره د مرستو کولو تورونه په تیر مئ میاشت کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لاده د نخښه کولو نه پس زیات شوي دي. دسیاسي چارو کارپوه خادم حسین وايي پاکستان ته د ملامتۍ ګوته ځکه نیول کیږي چې پاکستان د خاورې نه د ترهګرۍ لپاره استفاده شوې ده :
)) زما په خیال نړۍ که دپاکستان په اړه دادول نظر ساتي نو پرخای دی ځکه چې پاکستان په دغه ډول سرګرمیانو کې ملوث پاتې شوی دی ))

دامریکا ، برتانیې ، هندوستان ، افغانستان او جرمنې ترڅنګ د نړۍ د یو شمیر نورو هیوادونو له خوا پر پاکستان د اورپکو سره د مرستې تنقید په داسې حال کې کیږي چې پاکستان تل دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دوی پخپله د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې په لومړۍ لیکه کې جنګیږي او د ترهګرۍ ښکار ګرځیدلي دي ، نو پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ځان د سپیناوي لپاره تر دې زیات نور څه کولی شي ، په دې اړه خادم حسین وايي :

(( پاکستان د تندروۍ د فکر سره په تړلو ادارو نظر ثاني وکړي ، افغانستان کې د نړیوالو سره اوګه په اوګه په تعمیراتي کارونو کې برخه واخلي او دخپلې ستراتیژیک ژورتیا په پالیسۍ له سره فکر وکړي. ))

دترهګرۍ خلاف په جنګ کې دپاکستان نیمګړې او زړه نا زړه همکارۍ دنړیوالو په نظر کې ددې هیواد تصویر بدرنګه کړی ، کارپوهان وايي په اوسنیو حالاتوکې پاکستان اړ دی چې په خپله کړن لاره کې بدلون راولي څو ددوی په اړه د نړۍ تصور هم بدلون ومومي.
XS
SM
MD
LG