د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مېرمن کلنټن پاکستان ته سفر


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو


سرچینه: وال سټریټ جورنال

وال سټريټ جورنال ليکي، د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن د پنج شنبې په ورځ ناوخته اسلام آباد ته ورسېده. نوموړې په داسې حال کي سفر کړی چي تر ډېرو هڅو وروسته امريکا بيا هم په دې پاتې راغلې چي پاکستان په دې رضا کړي چي په شمالي وزيرستان کي د طالبانو پر پټن ځايونو بريد وکړي.

د امريکايي چارواکو له پخلي سره سم د دې سفر موخه پر پاکستان نور فشار زياتول ده چي د حقاني شبکې په ضد پوځي عمليات وکړي چي په شمالي وزيرستان کي له خپلو پټن ځايونو څخه په افغانستان کي پر امريکايانو بريدونه کوي.

ورځپاڼه ليکي، پاکستان دا دليل ورکوي چي امريکا په افغانستان کي حقاني شبکې ته ماته نشي ورکولای او زياتوي چي دومره وسايل نلري چي شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات پيل کړي ځکه چي وار د مخه لا دوی په ځينو نورو قبايلي سيمو کي د اورپکو په ضد جنګيږي.

بلي خوا ته بيا امريکايي چارواکي وايي چي پاکستنا ويره لري چي له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته حقاني شبکه په سيمه کي د يو اغېزناکه واکمن په توګه ثابيتېدلای شي نو نه غواړي چي له دوی سره دښمني پيدا کړي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

ورځپاڼه ليکي، د امريکا حکومت پر دې بحث کوي چي له خپل تش په نامه ملګري پاکستان سره په څه ډول چلند وکړي. امريکا افغانستان ته د خپلو تر نيمايي زياتو جنګي سامانونو په لېږد کي پر پاکستان تکيه کوي.

بل خوا امريکا په دې هم له پاکستان سره ملګرتيا کوي چي دا يو اېټمي هيواد دی.
XS
SM
MD
LG