د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ختیځ کې امریکا جګړه ګټل غواړي


د افغانستان په تورخم کې امریکايي سرتېري د یوه کس تالاشي اخلي.
د افغانستان په تورخم کې امریکايي سرتېري د یوه کس تالاشي اخلي.
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس لیکي د افغانستان په ختیځ کې امریکا هڅې کوي چې جګړه وګټي. د اژانس په خبره، دا سیمه د هیواد له جنوبه هم زیاته ګرانه تمامېږي.

رویټرز خبري اژانس لیکي د افغانستان شرقي سیمې غرییزې دي او دلته یاغیان په دې هڅه کې دي چې امریکا ته ماتې ورکړي.

د اژانس په خبره، په دې سیمه کې جګړه ښايي د یوې لسیزې د جنګ له وروستیو مراحلو یوه وي.

په دې سیمه کې د افغانستان ۱۴ ولایتونه دي، او شا و خوا دا ټول ولایتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي.

په تورخم کې یو امریکايي سرتېری د یوه افغان د سترګو عکس اخلي.
په تورخم کې یو امریکايي سرتېری د یوه افغان د سترګو عکس اخلي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، د افغانستان په ختیځ کې امریکا د یاغي ډلو په کمزوري کولو کې لګیا ده او دلته یوه ډله د حزب اسلامي هم ده چې امریکا پر فشار راوړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د ناټو لخوا د تازه مالوماتو پر اساس د ۲۰۱۰ز کال د اګست او سپټمبر د میاشتو پرتله سږ کال په همدې میاشتو کې د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو بریدونه کم شوي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د دې سیمې جغرافیايي وضیعت هم ننګونې ولاړې کړې دي، ځکه چې په دې سیمه کې ځانته درې دي او اکثره هیلي کاپټرو ته اړتیا وي چې سرتېري یوسي او ورته سامان وېوړل شي. همدا لامل دی چې پوځي عملیات دلته لا نور خطرناکه دي.

دا ننګونې د حقاني اورپکې ډلې د ګواښونو له کبله هم نورې پیاوړې کېږي او دا هغه ډله ده چې د تاو تریخوالي د زیاتره پېښو لپاره پړه ګرځول شوې ده.

د امریکايي چارواکو په خبره، دا ډله د پاکستان په غرب کې پرته ده او له پاکستاني استخباراتي ادارې سره اړیکي لري. پر حقاني شبکې تور دی چې د تېرې میاشتې په ۱۳مه یې په کابل کې پر امریکايي سفارت برید وکړ.

په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر ویلي، د هیواد په شرقي سیمه کې نور سرتېري ځای پر ځای کوي چې په دې سیمه کې جګړه وګټي.
XS
SM
MD
LG