د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پلټونکي کمیشنونه نتیجه نه ورکوي


دا په ایبټ آباد کې هغه کور دی چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د روان کال په دویمه نېټه اسامه بن لادن پکې ووژل
دا په ایبټ آباد کې هغه کور دی چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د روان کال په دویمه نېټه اسامه بن لادن پکې ووژل
ګل آیاز ـ مشال ریډيو

پراګـ :- په پاکستان کې له هرې لويې پيښې وروستو کميشن جوړيږی چې موخه یې پلټني او حکومت ته سپارښتنې ورکول وی. د ۱۹۷۱ کال حمود رحمان کميشن رپورټ چې د پاکستان په بيلدو جوړ شوي وو د مصالحت له کبله خپور نه شو هم دغه شان په تير وختونو کې هم يو شمير عدالتي کميشنونه جوړ شوي وو.



خبریال نصرت جاوید
خبریال نصرت جاوید
په پاکستان کې د القاعده شبکي مشر اسامه بن لادن موجودګي او د امريکا لخوا په يو اړخيزه کاروايي کې د وژني په اړه هم د جولايي په مياشت کې ايبټ اباد کميشن جوړ شوي وو.دا کميشن د حمود رحمان کميشن وروستو يو لوی او مهم کميشن بلل کيږي ځکه چې دواړه پيښي له پاکستاني پوځ سره تعلق لري. هم دغه راز د خبریال سيلم شهزاد د وژني په اړه هم يو عدالتي کميشن جوړ دي. خو ددري مياشتو نه زيات وشو چې دې کميشن لا تر اوسه خپل کار نه دی تر سره کړی.

په اسلام اباد کې وکيل بيرسټر سيف مشال ريډيو سره خبرو کې د پاکستان په تاريخ کې جوړ شوي کميشنونوپه اړه وایي.

(په پاکستان کې چې څومره کميشونونه جوړ شوي دي د هغوی بنيادي مقصد شايد د حقایقو معلومات کول او يا د مسلي بنيادي وجوهات معلومه ول وي بلکې په دې ځان پوه ول وي خو دلته دوی خانه پوري کوي د حکومت کار دا دی چې د ولس او د ميډيا توجه د هغه کار نه لري شي او حکومت ته وخت ملاوشي. او تر اوسه پوری د کميشنونو تاريخ هم دې ته اشاره کوي.)

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی سید حیدر علي شاه
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی سید حیدر علي شاه
د حکومت لخوا د ايبټ اباد کميشن د دویم مې چې اسامه بن لادن د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا پکې ووژل شو ددغه پيښې دوه مياشتي وروستو جوړ شو او د حکومت مخالف ګوندونو لخوا په دې ډيرې نيوکي هم شوې دي. په اسلام اباد کې یو مشر خبریال نصرت جاويد وايي ايبت اباد کميشن وخت ضايع کول دي او په دې وختونو کې ددې هڅ ضرورت نه وو.

(زه تراوسه پورې په دې خبره پوه نه شوم چې د دويم مې د پيښې په اړه د کميشن جوړلو څه مقصد جوړيدو. دا یواځې د ولس خوشحاله کولو لپاره دی . په ايبټ اباد کې څه ناشوني پيښه نه وه شوې. پر ځای ددې چې موږ په خلاص زړه او غير جذباتی انداز کې دا هر څه منلي ویی موږ دلته کميشن جوړ کړو او د جذباتو فضا مو جوړه کړه. زما په فکر ددې جواز نه جوړيږی او دا د وخت ضایع کول دي. )


وکيل برسټر سيف هم ددي خبرې تايد کوی چې کميشن به څه نتيجي رابرسيره کړې او ايا څومره حده پوری دا کميشن به بااختياره وي.

(د ايبټ اباد کميشن د يو جج په مشري کې جوړ شوی دی او ما ته نه
خبریال سلیم شهزاد چې د روان کال په ۳۱ مې په اسلام آباد کې نامالومه کسانو ووژلی
خبریال سلیم شهزاد چې د روان کال په ۳۱ مې په اسلام آباد کې نامالومه کسانو ووژلی
ښکاري چې ددې به څه نتيجه راوځي.يقيننا يو رپورټ به خپور شي او ددې امکان هم ډير کم دي، دداسي کميشنونو رپورټونه هم سنسر شي او د ولس او ميډيا نه یې پت وساتي)

د پاکستان د پارليمان غړی او د دفاعي چارو کميټې غړی سيد حيدر علی شاه هيله لري که چرې جمهوري حکومت دوام ولري نو د ايبټ اباد کميشن مثبتې نتيجې رابرسيره کول شي.

(زما په خيال يو جمهوري هيواد کې يو خبره پارليمان ته وړاندې کړی شي او که داسې جمهوريت مخ پر وړاندی روان وې نو ددې کميشن رپورټ به پارليمان ته وړاندې شي او پرې د کاروايي امکان هم شته او بيا د داسي کميشن فايده هم راوځي. او که چري د جمهوری حکومت وروستو مارشل لا وي نو بيا ددې هیڅ فايده نه وي.)
بیریسټر سیف
بیریسټر سیف

د ايبټ اباد کميشن سره سره د صحافی سيلم شهزاد د وژني په اړه هم يو کميشن جوړ دی دا کميشن د خبريالانواو د نړيوال فشار وروستو جوړ شوی وو، چې د هغه په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداره ای ايس ای ککړه ده خو حکومت او دغه اداره دا تورونه رد وی.ويل کيږي په اسلام اباد کې د کميشن پرمخ خبريالان له ويري هم خپل بيانونه نه ريکاډه وي. په اسلام اباد کې مشر خبریال نصرت جاويد وايي .

(د افسوس خبره دا ده چې هغه خلکو په لومړو کې ډيرې خبرې کولې بيا چې کله موقع راغله چې د خپل ملګري د وژنې په اړه پلټنو کې د عدالت مرسته وکړي نو دوی خپله ذمه واری پوره نه کړه. دا منافقت دی. زه کميشن ته وړاندې شوی يم او هغه چا چې بيانونه یې نه دي ريکارډ کړي د هغوی به خپل څه مصلحتونه وي.)

د ايبټ کميشن په اړه د ممکنه سفارشاتو په اړه صحافی نصرت جاويد مشال ريډيو ته وويل...

)دا سفارش به ورکوي چې داسط الوتکې او ريډارز جوړ کړي چې راروان وختونو کې د امريکا په شان د لوی طاقت مخه ونيول شي نو پاکستان سره خو داسې څه بجټ هم نشته نو دا بجټ به له کوم ځای نه راځي. سفارشات ورکول خو اسان کار دي.)


که څه هم په پاکستان کې د حمود رحمان کميشن وو او يا دې سره نور رپورټونه مخې ته راغلي خو هغو څه مثبته نتيجي نه دي رابرسيره کړي. څيړونکی په دې نظر دي چې د موجوده ايبټ کميشن رپورټ حال به هم د پخوانيو رپورټونو په شان وي، د پاکستان سياسي حکومتونه تل د مصلحتونو ښکار وي او نشي کولای چې د پوځ او يا دې سره ټرليو ادارو پرضد څه ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG