د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په اړه نوې تګلاره: مخنیوی


د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي
د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي
په نيويارک ټایمز ورځپاڼه کې له واشنګټنه بروس او ریډل د پاکستان په اړه د امريکا پر نوې تګلارې مقاله ليکلي ده. دی لیکي چې امريکا د پاکستان لپاره نوې تګلارې ته اړتيا لري.

لومړی موږ باید دا ومنو چې ددواړو هيوادونو سټراتيجيکې ګتې د همږغۍ پر ځای د يو بل ضد دي، او دا به تر هغې دوام ولري چې د پاکستان سټراتيجيکې تګلارې د پاکستاني پوځ په لاس کې وي. موږ باید د پاکستاني پوځ ارادې تر هغو مخډبې کړو چې تر څو په دغه هيواد کې ریښتونۍ ولسي واک بیرته نه وي راغلی او پاکستانیانو د خپلې بهرنۍ تګلارې لپاره نوی سمت نه وي ټاکلی.


بروس او ریډل زياته وی د پاکستان چلونکي جرنيلان لا هم د هند دننګولو یا چېلنجولو خیال نه دی پرې اېښی . دوی په خپل هیواد کې ترهګر برداشتوي،په افغانستان کې د طالبانو د بریالیتوب خوب ویني او په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو زیات ايټمي وسله جوړوی.

بروس او ریډل ليکي د امريکا د ګډو ځواکونو مشر ايدمیرېل مايک مولن تيره مياشت د سېنېټ کميټۍ ته ويلی وو چي پاکستان د هغه افغان اورپکو ساتنه او مرسته کوي چې موږ یې په وهلو پسې یو.

دی لیکي په ۲۰۰۹ کال ما د ولسمشر اوباما لپاره د افغانستان او پاکستان د تګلارې بیا کتنې مشري کوله. هغه مهال القاعده ډلې په پاکستان کې په خلاصه پښه کاروايانې کولې او ددې اتحادي ډلې لشکرې طيبه د پاکستاني استخباراتي ادارې په مرسته په ممبۍ کې ترهګريز بريدونو وکړل چې د ۶ امريکی وګړو په ګډون یې ۱۶۳ کسان ووژل شو. ولسمشر باراک اوباما بې له وهمه هڅه وکړه چې د مرستو او خبرواترو په زیاتېدو سره له پاکستان سره خپل اړيکي پراخ کړي ، نوموړي د ترهګرو ډلو ضد مبارزه کې د ډرون بريدونو عملیات هم زیات کړل چې پاکستان ورسره په خپله جګړه نه شوای کولای.

بروس او ریډل ليکي هغه مهال د پاکستان بوختولو تګلاره سمه فیصله وه خو اوس یې اړولو ته اړتیا ده. امريکا بايد د پاکستان لخوا د مخالفت باوجود په افغانستان کې عملياتو ته دوام ورکړي.


نوموړی زياته وی د پاکستان چلونکي جرنيلان لا هم د هند دننګولو یا چېلنجولو خیال نه دی پرې اېښی . دوی په خپل هیواد کې ترهګر برداشتوي،په افغانستان کې د طالبانو د بریالیتوب خوب ویني او په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو زیات ايټمي وسله جوړوی.

بروس او ریډل ليکي دپاکستان پوځ په ۲۰۰۸ کال کې منتخب سیاسي حکومت یو ګوټ ته کړ.د دوی دا ګڼي چي پاکستان کمزوری نه دی ،ځکه چې له کراچۍ تر کابله د ناټو سامان رسولو لاره کنټرولوي او ايټمي وسلې لري.

جرنیلان ګمان کوي چې وخت له دوی سره مرسته کوي ځکه د دوی په دې فکر دي چې ناتو به په افغانستان کې ماتي خوري او دا سیمه به دوی ته خوشې کوي چې بیا د دوی ځه زړه غوښت هغه به کوي.دوی په دې نتیجه رسېدلي څومره ژر چې امریکا له افغانستانه وځي نو هغومره د پاکستان په ګټه ده. پاکستان پوځ امريکانيانو او اروپا ته د دا باور ورکولو کوشش کوی چې د جنګ نه مايوسه شي، او ددې لپاره طالبانو ته ډاډګيرنه ورکوی چې په امريکايي ځواکونو د بريدونو لړی تنده کړي. لکه په کابل کې یې چې د امریکا پر سفارت برید وکړ او په هغه کې ۱۶ افغان پولیس او عام وګړي ووژل شو.

بروس او ریډل ليکي امريکا دې د مخنیوي تګلاره خپله کړی چې دده په خبره له پاکستان سره دې له مخالفت ډک تعلقات وي. خو دا پام کول دي چې په دغه تګلاره سره عام پاکستاني ولس ته زیان ونه رسي بلکه د هغوی د پوځ او اسختباراتی ادارو احتساب دې وشي. که موږ ته مالومه شي چې ای اېس ای په افغانستان یا هند کې له ترهګرو سره مرسته کوي،نو پکار ده چې هغه د مطلوبو په لیسټ کې واچوو،په ملګرو ملتونو کې ورباندې بندیزونه ولګوو،که هغه ډېر خطرناکه وي نو باید له مینځه یې یو سو.

موږ ته پکار ده د افغان ملي پوځ جوړولو ته دوام ورکړو چې د ناټو په اوږدمهاله مرستې سره د اورپکو مخه ونیسي .

بروس او ریډل ليکي چې د پاکستان او د امريکا اړيکی له مودو راهیسي پيچيلي دي او امريکا وار په وار پاکستاني پوځ ته د خپلو ګتو خوندي ساتلو لپاره مرستې ورکړې خو اوس ضرورت ددې خبرې دی چې د پاکستاني پوځ د جارحیت لرونکې خصلت مخه ونيسو او د هغه خلکو سره مرسته وکړو چې یو جدید پاکستان غواړي او د ترهګری ضد جګړه پر مخ بیايي.
XS
SM
MD
LG