د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګراسمېن : له پاکستان سره به همکاري جاري ساتو


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې مارک ګروسمین د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې رباني کر سره سړې مه شې کوي.۱۳م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې مارک ګروسمین د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې رباني کر سره سړې مه شې کوي.۱۳م اکتوبر ۲۰۱۱م کال


د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمين له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او تمه یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې رامنځته شوې ترینګلتیاوې به ډیرې زر حل شي.

مارک ګراسمین د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د لیدو کتو په هدف په یو ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی.

ګراسمین چې د زیارت ورځ تر ماسپښين وروسته یې د کوربه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر سره يوې ګډې خبري غونډې ته وینا کوله پاکستان د تروریزم ضد جګړه کې دخپل نژدې همکار هیواد په توګه یاد کړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې رامنځته شوې خړپړتیایې لنډ مهالې وبلله :

((نن موږ د امريکا او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو روابطو په اړه خبرې وکړې کومې چې زموږ دواړو لپاره د اهمیت وړ دی،همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیجيکې اړیکې ډیرې مهمې وبللې او په دې لړ کې د هغوکاري ګروپونو چې لا له وړاندې تشکيل شوي پر لا فعالولو او ګړندي کولو ټینګار وکړ
خو زما لپاره ډیره مهمه داوه چې څنګه کولی شو داسې یوه لار راوباسو چې په هغې سره په سیستماتیک ډول خپل ګډ اهداف تعقیب او په ګډه یې حل لار ولټوو. ))

ګراسمین په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې دحقاني شبکې پرسر د دواړو هیوادونو ترمنځ اړيکې تر ډيره خړې پړې ښکاري.

د راپورونو له مخې متحد ایالات حقاني شبکه چې ویل کیږي له القاعده سره نژدې اړيکې لري په افغانستان کې پر امريکايي او نورو اهدافو په بریدونو تورنوي او همداشان شمالي وزیرستان ددې ډلې یو قوي مرکز ګڼي.

بلخوا د پاکستان د دولتي تلويزيون د خبر له مخې ګراسمین ددې هیواد له لوی درستیز سره هم پر اړوندو مسايلو تفصيلي خبرې کړي او په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد پر ګډه او کارنده مبارزه یې ټينګار کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددې هیواد لوی درستيز جنرال اشفاق پرویز کیاني د افغانستان له لوري ددې هیواد پر خاوره د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هیواد یې نور دغه ډول بریدونه نشي زعملی.

راپورونه وايي چې کیاني یوارې بیا له افغانستان سره په ګډه پوله دوسله والو د تګ راتګ د څارنې او مخنیوي په هدف د امريکا،پاکستان او افغانستان د یوه درې اړخیزه کميسیون جوړولو غوښتنه کړې او د درېواړو هیوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تباله دله یې ضروري ګڼلې.

که څه هم دولتي چارواکو له په دې اړه څه ندي ویلي خو د باخبره سرچینو د معلوماتو له مخې ګراسمین یوارې بیا پر کیاني ټينګار کړی چې په شمالي وزیرستان کې دې د حقاني شبکې پر وړاندې سمدستي اقدامات وکړي او په خپله خاوره کې دې ددې شبکې فعالیتونه شنډ کړي.

ګراسمین همداشان وویل چې دواړه لوري پر دې سلا شوي چې په راتلونکي کې به هم خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي ترڅو وکولی شي د تروريزم ضد جګړه د بریالیتوب تر بریده ورسوي :

))زموږ دواړو ترمنځ د راتلونکيو ګډو پلانونو په باب هم ګټورې خبرې وشوې او پر دې بحث وشو چې څنګه کولی شو خپل منځي اړيکي لا پسې ټینګې او جاري وساتو. زه باوري یم چې یو دبل په مرسته سره ګډ کار وکړو،خپل پلانونه د بريالیتوب تر بریده ورسوو او خپل ګډ اهداف تر لاسه کړو. ))

ګراسمین همداشان ددې د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني،دبهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر سره هم کتلي او ټاکل شوې د ورځې په پای کې به له جمهور رئیس آصف علي زرداري سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.


پاکستان چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په سیمه کې د تروريزم پر وړاندې جګړه کې دامريکا یو متحد هیواد دی او ادعا کوي چې په دې موده کې یې په ملیاردونو ډالره زیان ګاللی خو امريکا بیا دا هیواد په دوه مخې پالیسۍ تورنوي او وايي چې اسلام اباد له دې درکه له واشنګټنه په ملیاردونو ډالره نغدي او پوځي مرستې ترلاسه کړي خو هغسې چې په کار وه د وسله والو طالبانو پرضد یې اقدامات ندي ترسره کړي.

د اسلام اباد ا واشنګټن اړيکې چې په مۍ میاشت کې په پاکستان کې دننه د امریکايي ځواکونو له لوري د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته خړې پړې شوې وې هغه لا پسې خرابې شوې چې په دې وروستیو کې متحدو ایالاتو له پاکستانه خپله پخوانۍ غوښتنه په جدیت سره تکرار کړه چې د حقاني شبکې پر وړاندې چې ویل کیږي ددې هیواد استخبارات یې سرپرستي کوي جدي اقدامات وکړي.

خو د پاکستان حکومت له دې شبکې سره هر ډول اړيکې لرل رد کړي .
مارک ګراسمین په داسې حال کې له پاکستاني چارواکیو سره پر خبرو بوخت و چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سخت دریځو وسله والو پر مرکزونو دوه پرله پسې بریدونه وکړل چې د وروستیو راپورونو له مخې د جمیل په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان هم پکې وژل شوی.
XS
SM
MD
LG