د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بابد په افغان دودونو پوه شي


په خوست کې د یوې جرګې برخوال
په خوست کې د یوې جرګې برخوال


امریکایی ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، امریکا او اتحادي ملکونه باید په افغانستان کې د خلکو په رواجونو ځان پوه کړي، او په دغه هیواد کې د کامیابۍ لپاره د عامو خلکو زړونه وګټي.


په نیویارک ټایمز کې بنجمن هوپکینز او میګنس مارسډن لیکي، په افغانستان کې د امریکې د حملې لس کاله وروستو دې پوښتنې ته پام ډیر ضروري دی، چې ایا امریکا دغه جنګ ګټي او که نه.

د اوسامه بن لادن د مرګ وروستو القاعده د ماتې سره مخامخ شوه، د ۲۰۱۲ م کال تر پای پورې به له افغانستانه تر ۳۰ زره ځواکونه وځي او څه نا څه ۷۰زره ځواکونه به هلته پاتې وي . له دې سره سره په افغانستان کې امریکا او اتحادي هیوادونه په دي خبره زور راوړي ، چې دوی به د دغه هیواد په پرمختګ کې خپل رول لوبوي.


لیکوالان وایي، په افغانستان کې د کامیابۍ لپاره باید امریکا د خلکو زړونه وګټي، او په مقامي سطحه د خلکو په مسلو ځان پوهه کړي. لکه په ۱۸۹۱ م کال کې چې د برتانییا سر رابرټ ګروز اول د افغانستان سره په سرحدونو د میشت خلکو قبیلي وپیژندلی او بیا یي په دې خبره ځان پوهه کړو ، چې دوی به په دغه خلکو د دوی د دودونو په مټ واکمني کوي.

دغه سیمې چې اوس د پاکستان قبایلي علاقې دي، انګریزانو د دغه خلکو په رواجونو یې هیڅ کار نه وو لرلی.


اوس په افغانستان کې امریکایي پوځیان هم د خلکو په جرګو کې کښېني ، چې دا شان د مقامي خلکو مرسته تر لاسه کړي. اربکیان چې قبایلي ملیشه ده، ، او د افغانستان د شمال لپاره د اربکیانو دغه اداره نوي ده، کیدای شي طالبانو ته د نقصان رسولو پر ځایی ګټه ورسوي.


ورځپاڼه د کندوز ولایت د یو اوسیدونکي له خولې لیکي، مخکې داسې خلک وو، چې د ورځې له حکومت سره وو، او د شپې مهال له طالبانو سره، او زیاتوي اوس داسې خلک شته چې د ورځې اربکیان وي او د شپې غلاګانې کوي.


لیکوالان وایی د دیرش کاله جنګ وروستو اوس خلک خپل رواجونه نه تر سره کوي ، بلکې هر یو کس د خپلې مرضۍ مطابق ژوند تیروي.


په افغانستان کې نړۍ اوس زیات پام دې ته ورکوي ، چې څنګ د دغه هیواد نه درغلي او رشوت ختم کړي. په دغه هیواد کې چې زیاتره سوداګران یی قاچاق بران دي، او جنګ سالاران هم پکي زیات دي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتو ورسته خطره رامنځ کولای شي.

لیکوالان بنجمن هوپکنز او میګنیس مارسډن وایي ، په افغانستان کې نړیوال هیوادونه باید له هغه خلکو سره کښېني ، چې په خپل وطن کې امن او پرمختګ غواړي ، او ددې کار لپاره باید تګلاره جوړه کړل شي.
XS
SM
MD
LG