د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و امریکا پر اړیکو د ملیحه لودي لیکنه


د امریکا ولسمشر باراک اوباما، د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما، د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني.
ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: دي نیوز ورځپاڼه


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه دي نیوز کې، امریکا و برتانیا ته د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحه لودي یوه مقاله خپره شوې ده.

د لیکوالې په خبره، د سفارتي هلو ځلو له کبله د پاکستان و امریکا تر منځ پېچلي اړیکي ښه اړخ ته روان شوي دي.

په روان کال کې دا درېیم ځل دی چې له امریکا سره د پاکستان اړیکي بحراني شوي دي.

لومړی د رېمنډ ډېوس لانجه، دویم په پاکستان کې دننه د القاعده د مشر اسامه بن لادن په یو اړخیزه کار روايۍ کې وژنه او هر ځ دې بحرانونو د دواړه هیوادونو پر اړیکو زښت اغېز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې که څه هم د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتیژیک اړیکي دي خو د بحران له کبله دا اړیکي اوس د ذهنونو د بدلولو پر ځای د یو بل د خواهشاتو پر ضد شوي دي. په هر یو بحران کې، دواړو هیوادونو دا هڅه کړې ده چې اړیکي په بشپړ ډول ختم نه شي او د یو بل ضروریاتو ته یې هم پام کړی دی. دا ځل هم څه بیله خبره نه وه.

په دې حالاتو کې سمدستي په لویه سطح خبرې اترې پیل شوې چې په سفارتي توګه اړیکي پر ځای کړي خو بې نتیجې ثابتې شوې.

ورځپاڼه لیکي چې اوسنی بحران یو خطرناکه اړخ ته تللی وو. د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن په ښکاره پاکستان له حقاني اورپکې ډلې سره په مرستو تورن کړی وو او د دفاعي چارو وزیر لیون پانیټا ویلي ول چې امریکا د بریدونو د مخنیوي لپاره هر قسمه کار روايي کولای شي.

د دې بیانونو له کبله داسې تاثر جوړ شوی وو چې امریکا یو اړخیزه کار روايي کول غواړي. پاکستان هم د دې په ځواب کې ویلي ول چې داسې قسمه کار روايي د منلو وړ نه ده او دا به اړیکي له نور جنجال سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه لیکي په ظاهره د دواړو هیوادونو اړیکي پر ځای شوي دي خو خپل شا ته یې ډېرې مسلې پرېښې دي. پاکستان له وسله والو سره پر خبرو اترو زور راوړي، خو په کابل کې د امریکا او د ناټو پر سر دفتر د بریدونو له کبله د امریکا دې خبرې ته نور تقویت ملاو شو چې پاکستان دې د اورپکو پټنځایونه ړنګ کړي.

ملیحه لودي لیکي، پر کابل د بریدونو له کبله هغو عناصرو ته موقع په لاس ورغله چې نه غواړي د امریکا ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر ملاتړ وکړي. اوباما دا خبره منلې ده چې پرته له خبرو اترو په افغانستان کې سوله نشي راتللای، خو پر دې سر بېره د زور استعمال زیات دی.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د دې کار له کبله دوه پالیسۍ غبرګې مخې ته راغلې. لومړۍ د روغې جوړې او دویم جنګ ته دوام ورکول. د پخلاینې بهیر او جنګ په یو ځای کول پاکستان له خجالت سره مخامخ کړی دی.

ملیحه لودي زیاتوي، امریکا له پاکستانه تمه لري چې د اورپکو پر ضد به کار روايي وکړي او له دې سره سره به طالبانو سره رابطې هم وکړي.
XS
SM
MD
LG