د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د زلزلې شپږ کاله پوره شول


د کشمیر د مظفر اباد په نیلم درې کې یوه نجلۍ د کور دېوال جوړولو ته پخسې وړي. د ۲۰۰۶ز کال د فبرورۍ ۱۵مه.
د کشمیر د مظفر اباد په نیلم درې کې یوه نجلۍ د کور دېوال جوړولو ته پخسې وړي. د ۲۰۰۶ز کال د فبرورۍ ۱۵مه.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نور سيمو کي په ۲۰۰۵ کال کې د راغلې زلزلې نن شپږ کاله پوره شول.

په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د ۲۰۰۵ز کال د اکتوبر پر اتمه نېټه زلزله راغلې وه .

د رېښتر په درجه د دې زلزلې زور ۷،۶ وو.

په دې زلزله کې څه باندې ۷۰۰۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۰۰۰۰۰ ژوبل شوي ول.

د دې زورورې زلزې له امله تر ۳۰ لکه زیات خلک بې کوره شوي ول.

د مشال راډيو د خبريال د وینا تر مخې، زلزله ځپلي وايي چې دوی له شپږو کالونو تېرېدو وروسته لا هم مرستو ته اړتيا لري.

نړيوالو پر پاکستانيو چارواکو تورونه لګولي ول چې زلزله ځپلو ته يې مرستيې په سمه توګه نه وې رسولې.
XS
SM
MD
LG