د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د پاکستان لپاره د امریکا متبادل جوړېدای شي


ډ پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خبل چینايي سیال هو جینتاو سره په ۲۰۰۷ م کال د جولايي په اوومه نېټه په بینجینګ کې لیده کاته وکړه.
ډ پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خبل چینايي سیال هو جینتاو سره په ۲۰۰۷ م کال د جولايي په اوومه نېټه په بینجینګ کې لیده کاته وکړه.

ژباړه : ګل آیاز

رایټرز خبري اژانس ليکي د پاکستان او امريکا ترمينځ اړيکي له بحران سره مخامخ دي نو په داسې حالاتو کې پاکستان خپل زاړه ملګري چين ته د متبادل هيواد په توګه نور ورنيزديکېدل دي. خو پاکستان به مايوسه شي که چري چين هم د امريکا په شان ملګری ثابت شي.

خبري اژانس ليکي چې چين خپلو پولو سره نزدې د امريکا موجودګي نه غواړي او له غربي هيوادونو سره په مستحکمو اړيکو باور لري خو د امريکا لخوا د پاکستان مرستو نه لاس په سر کيدو سره چين دا لوی خطر محسوسه وي. چين د هند سره هم اړيکي نه خرابول غواړي.

نو په دې حالاتو کې د توازن لپاره چين به له پاکستان سره اقتصادي همکاري ته دوام ورکړي خو په دفاعي همکاري کې به له بیړې کار وانخلي.

رائټرز خبري اژانس د پاکستان او د چين پرحالاتو کارپوه ايندريو سمال له خولې په مقاله کې ليکي چې چين د پاکستان او د امريکا پر اړيکو نظر دی ځکه خو هر څه ډير په احتياط سره کوي ،چې د اړيکو پر نتيجو خپل ځان په صيحح توګه پوه کړي او نه غواړي چې خلا پوره کړي او يا د اختلافاتو څخه ګټه پورته کړي.

رایټرز خبري اژانس د پاکستان او د امريکا ترمينځ د پيچليو اړيکو په شا اسباب او د دواړو هيوادونو د مشرانو لخوا د غبرګونو په اړه تفصيل ليکلی دی. په دې حالاتو کې د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني چين خپل رېښتنی ملګری بولي او د ولسمشر اصف علي زرداري تيره اونۍ د چين ستاينه کړي وه چې د حالاتو د سمولو لپاره یې ډيره مرسته کړېوه.

خبري اژانس د چين لخوا غبرګون هم په مقاله کې ليکلی دی . په مې مياشت کې د امريکا لخوا يواړخيزه کاروايي کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو نو د چين وزيراعظم وين جي باو د پاکستان وزيراعظم ته ډاډ ګيرنه ورکړېوه او ويلي يې وو چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډيرې قربانۍ ورکړي دي.

د چين د بهرنو چارو وزارت وياند تيره اونۍ ويلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې مهم هيواد دي او چين هيله لري چې په دې جنګ کې شامل نور هيوادونه به د يو بل ملي حاکميت او زمکني بشپړتيا احترام وکړي،

رائټرز خبري اژانس د چين يو څيړونکي ژو ګنچينګ له خولي په مقاله کي ليکي چې د هر وخت ملګري دا مطلب نه دی چې د پاکستان هره يوه خبره به ومني، که چين وي که امريکا وي يا نور هيوادونه دا توان نه لري بلکي پاکستان به په خپل ځان انحصار کوي.

خبري اژانس په مقاله کې د رينډ ادارې سياسي شنونکي سکاټ هيراډ له خولې ليکي چې د چين د پاکستان سره څومره نزدې اړيکي پکار دي هغه موجود دي. چين په اقتصادي او سفارتي توګه څه غواړي هغه یې ترلاسه کړي دي. څيړونکي وایي چين د پاکستان او د امريکا ترمينځ اختلافاتو نه لږه ګته پورته کړېده.

رائټرز خبري اژانس د شنونکو له خولی په مقاله کې زياته وي چې چين په اړيکو کې د دایمي ملګري په لقب له احتياط نه کار اخلي ځکه چې دوی هند خفه کول نه غواړي او ورسره اقتصادي همکاري ښه کول غواړي. د چين د سرکاري شميرو ترمخه د چين او د هند ترمينځ د ۲.۶۵ اربه ډالرو کلنی تجارت کېږي، بلخوا له پاکستان سره کلنی ۸.۷ اربه ډالرو تجارت شوی دی.

خبري اژانس ليکي چين له پاکستان سره په اقتصادي او امنیتي برخه کې ډيرې مرستې کړي دي. په پنجاب صوبه کې یې د جوهري توانایي ري اېکټر لګولي دي. چين په بلوچستان کې د ګودار بندرګاه په جوړلو کې لاس لري. خبري اژانس په مقاله کې د پيو اداري يوې سروې حواله ورکړې او ليکي په پاکستان کې ۸۵ فيصده خلک د چين په حق کې او درې فيصده یې مخالف دي.
XS
SM
MD
LG