د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف په کلکه ولاړ دی.زرداري


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د امريکا ورځپاڼې واشنګتن پوسټ د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ليکلې مقاله خپره کړيده. ولسمشر زرداري ليکي جمهوريت تل د جګړې پرځای د خبرو لاره خپله کړیده.

پاکستان او امريکا دواړه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دي. او امريکا چې د پاکستان پرضد کومه ژبه استعماله وي له دې سره د د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي او د ترهګری ضد جګړه اغيزمنه کيدای شي. ولسمشر زرداري زیاته وي دا وخت د سنجيده خبرو دی او بايد دواړه هيودادونه د خبرو اترو بهير بيا پيل کړي.

ولسمشر اصف علی زرداري خپله ليکنه کې پاکستان ته ورڅېرمه ګواښونو په اړه ليکي، په جغرافيایي توګه د تند لاري سياست او جديد جمهوريت ترمينځ جګړه په هر ګوټ کې روانه ده او په دې جنګ کې بايد روشن خيالي بريالي شي.

د پاکستان مقصدونه ډير ساده دي. ددې هيواد آبادی ډيره زياته ده، او له ځوان کول سره د ژوند تيرولو لپاره لږ انتخاب وي. زرداري زياته وی دوی ته لوی چېلنج په ټولنه کې زغم پیدا کول دی چې د سخت دريځو مخ نیوی وکړي، د روزګار موقعې، د ښځو او د اقليتونو حقوق خوندی وساتي.

ولسمشر زرداري د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د ژمني خبره هم کړيده او ليکي چې د وسایلو باوجود د ترهګرۍ ضد جګړه کې ولاړ دي او جنګيږی. پاکستان چې کله د مرستو خبره کوي نو دوی د تجارت خبره کوي ځکه چې په امداد سره نه بلکی په تجارت سره استحکام راځي.


د پاکستان ولسمشر اصف زرداري په خپله ليکنه کې شکايت کوي چې پاکستان له قدرتي افتونو سره مخامخ دی او په میلينونه خلک بې کوره شوي دي خو په دې موقع ددوی خبره څوک نه اوري او په دې سره ولس نور هم کړېږي.

زرداري په مقاله کې ليکي چې د ۱۱ ستمبر ترهګر پېښو وروسته د نړۍ لوی طاقت په جمهوريت کې له خپل بنيادی اقدارو نه سرغړونه وکړه او په پاکستان کې یې د پوځي امر مرسته وکړه. په تيرو لسو کالو کې ۳۰۰۰۰ ولسي کسان او ۵۰۰۰ امنيتي سرتيری د اورپکو پرضد جګړه کې قرباني شو او دا په داسې حال کې چې امريکا اوس پيغور راکوي چې دوی له اورپکو سره مرسته کوي.

پاکستان کې له ۳۰۰ نه زیات ځانمرګي بريدونه شوي او په دې جګړه کې نيغ په نيغه اقتصاد ته له ۱۰۰ اربه ډالرو زيان رسيدلی دی. د ا جنګ په افغانستان او په پاکستان کې کيږی، تراوسه پورې امريکا د پولې هغه غاړه په اربونو ډالر مصرف کړل خو له پاکستان سره مرستي هغه شان نه دي.

آصف زرداري ليکي چې پاکستان د هغه نظريي پرضد جنګيږی چې په ذهنونو کې یې بربريت ورګډ کړی دی. د همدط فکر خلکو د پاکستان په وفاق کې اقليتي وزير شهباز بټي ،د پنجاب ګورنر سلمان تاثير او په سلګونو نور خلک ووژل او ددې هيواد لویه سياسي مشره چې د برداشت خبره به یې کوله هم دې تندلارو خلکو له مينځه یوړه.


زرداري په مقاله کې ليکي چې خپل ولس ترې پوښتنه کوي آیا د دوی وينه دومره ارزانه ده، آیا د دوی ماشومان به مستقبل ولري، آیا په يواځي سر د دوی دا جګړه کولی شي او آیا ترڅو به د دښمن پرضد جنګيږو ځکه چې ناټو د هغوی په ختمولو کې ناکامه شوېده.

اصف زرداري ليکي چې په وروستيو کې د امريکا لخوا لګول شوي تورنه د دواړه هيوادونو ګتو ته تاوان رسولی شي او دا به ښه پایلې ونلري.

پاکستان به چرې هم ترهګر دې پرې نږدي چې دا خاوره له خپل ناوړه مقصدونو لپاره استعمال کړي. خو تر هغه په ګډه سټراتيجي نشي جوړه ولای ترڅو چې له يو بل سره سلا ونشي. څومره زغرده چې ممکنه وي بايد د يو بل پرضد د بيانونو لړی بنده شي او په سيمه کې استحکام بحال کړل شي ځکه چې د دې خاوري ولس ډيره قربانی وکړي ده او ورکوي يې.
XS
SM
MD
LG