رپورټ: مشال راډیو
پراګ - د امریکا د ټولو پوځونو مشر ایډمرل مایک ملن ویلي له پاکستان بغیر په ټوله منطقه کې استحکام نشي راتللای.
د جمعې په ورځ، خپله دنده د امریکا د ټولو پوځونو نوي مشر جنرال مارټن ډمپزي ته د سپارلو غونډې ته د وینا پر مهال مایک ملن وویل اوس هم باور لري چې د پاکستان له ملګرتیا بغیر ټوله منطقه یو باثباته مستقبل نشي لرلای.
نوموړي پر جنرال مارټن ډمپزي زور راوړی دی چې د پاکستان اهمیت دې په پام کې ونیسي او تر ده هم ښه کار وکړي.
تېره اوونۍ د امریکا د سینېټ د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته ایډمرل ملن ویلي ول چې د حقاني اورپکه شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مټ دی.
تر دې وروسته د دواړه هېوادونو اړیکي ډېر خراب شول.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي ول چې په پاکستان کې مېشته حقاني شبکه د دې هېواد آله کار ده.
پاکستان دا خبره رد کړې ده او دا تورونه یې بې بنسټه بللي دي.
د امریکا و پاکستان تر منځ اوسمهاله کړکېچ د دې باعث شو چې وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د ټولو ګوندونو غونډه ور وغوښته او د هېواد پر پالیسیو یې خبرې وکړې.