د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر پاکستان دباو نور زیاتېدای شي.زلمی خلیل زاد


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد


د افغانستان لپاره د امریکا پخوانې سفیر زلمی خلیل زاد وایي، په راروان وخت کې به د امریکا لخوا د افغانستان په ستونزه کې په پاکستان دباو نور هم زیاتیږي. د زلمي خلیل زاد سره د مشال همکار ظریف نظر یوه مرکه کړي.


د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمې خلیل وایي، د امریکا او پاکستان اړیکي په راروان وخت کې د افغانستان په اړه حساسه مراحلو ته داخلې شوې دي.

د مشال ریډیو همکار ظریف نظر سره په یوه مرکه کې خلیل زاد وایي، د پاکستان لپاره د امریکا په پالیسۍ کې یو څه مشکلات شته. او زیاتوي ده په تیر وخت کې امریکا ته په دې اړه ویلي هم وو.

خلیل زاد وایي، امریکا ته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ته په سامانونو رسولو کې د پاکستان مرسته ضروري ده.


اوس چې کله د امریکا لخوا په پاکستان د اورپکو خلاف د عملیاتو لپاره دباو زیات شوی، دا به څومره اثر وغورځوي، زلمۍ خلیل زاد وایي،

زما په فکر په پاکستان به اقتصادي دباو زیات وي، لکه د امریکا لخوا به د پاکستان سره په مالي مرستو کې کمی راشي، او یا چې په څه شرطونو به د پاکستان سره مرستې کول کیږي. چې دا شان دغه هیواد دې ته غاړه کیږدي، چې د امریکا سره په یو ځای کار وکړي.

په پاکستان به په راتلونکي وخت کې د امریکا لخوا د ځینو ګامونو د پورته کولو لپاره دباو نور هم زیاتیږي. په امریکا کې په دې بحثونه روان دي، چې ځینې سیاستوال وايي ، باید د پاکستان سره په شرطونو اقتصادي مرستې وکړل شي، او بیا ځینې داسې فکر کوي، چې باید یواځي دې په پوځي مرستو کې شرطونه وټاکل شي، ځکه چې د پاکستان ولس په پوځي پالیسو کې څه رول نه لري. ُ

دا چې په افغانستان کې د امنیت وضع مخ په خرابیدو ده، افغان مشران داسې څه وکړي ، چې د خپل ملک امنیت خوندي وساتي، په ځواب کې خلیل زاد وایي،

ً د دغه حملو نه وسلوال طالبان غواړي په افغانستان کې بې ثباتي راولي، او غواړي افغان ولس او نړۍ ته دا ښکاره کړي، چې افغان حکومت ان ددې خبرې توان هم نه لري، چې د خپلو مهمو مشرانو حفاظت وکړي. او دا د افغان حکومت لپاره ډیره ضروري ده چې دا ثابته کړي، چې دوي خپل کار په صحیح توګه کولی شي. ً

خلیل زاد دا هم وایي، په افغانستان کې د قانون بالا دستي ډیره ضروري ده ، او یوازې له دې سره په ملک د امینت وضع ښه کیدای شي.

د افغانستان نه د امریکایي پوځونو د مرحله وار وتلو او له دغې وروستو د افغانستان د امنیت په اړه خلیل زاد زیاتوي، دغه مسله ډیره مهمه ده ، چې باید پرې غور وشي، اړ د دې لپاره چې څومره افغان حکومت خپله کارکردګي ښه کوي ، هغومره به نړیواله ټولنه له افغانستان سره د امن په راوستلو کې مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG