د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان له امریکايي فشاره د راوتو هڅې


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان پوځي مشر اشفاق کیاني
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان پوځي مشر اشفاق کیاني

عبدالحی کاکړ - پراګ

د امريکا له لوري پر پاکستان له حقاني شبکې سره د تړاو درلودلو د تورونو وروسته پاکستان د فشار د مخنیوي يا بيا د کمولو لپاره يو شمير ګامونه اخستي دي.

که يو طرف ته امريکا بيرته د تړلو دروازو شاته ددې موضوع د بحث کولو تګلاره خپله کړې نو پاکستان بيا د کارپوهانو په وينا په مختلفو محاذونو د فشار کمولو کوششونه شروع کړي دي.

د پاکستان سکیورټی اسټېبلیشمېنټ ته دا خبره اوس سنجيده اخیستل پکار ده چې افغانستان تر خپل واک لاندې د راوستو خواهش دې پرېږدي، دبهرنۍ تګلارې جوړولو واک دې ولس ته وسپاري

د سيمې د چارو کارپوه پروفيسر خادم حسين وايي پاکستان د بيلا بيلو هيوادونو له سفیرانو سره د تماسونو د نيولو، د ټولو سياسی ګوندونو د کانفرنس رابللو ، د ميډیا او ټولنیزې ميډيا په تيره بيا د موبایل ټیلي فوني پيغامونو ليږولو له لاري د امريکايي فشار کمولو هڅې کوي.


لکه څنګه چی خادم حسين د پاکستان د سفارتي هلو ځلو يادونه وکړه هم دغه هلې ځلې د پاکستان د سینټ د خارجه پالیسۍ مشر سليم سیف الله پر مخ وړي.


نوموړي رائټرز خبري اژانس ته ويلي چې له ډپلوماتانو سره په دې خاطر ويني چي د پاکستان نظر ورسره شريک کړي چې داشان دغه هيوادونه امريکا پوه کړي چی پاکستان ډيره قرباني ورکړې ده.


خو د پاکستان يو خبريال او څيړونکی سليم ساپی بيا په دې نظر دی چي د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې دومره خراب نه دي لکه چي څنګه ښودل کېږي.

نوموړی زياته وي چي د پاکستان په سکېورټي اسټبلشمنټ کې دی داسي نا آرامي نه ويني چی ګواکه اړيکې ډير خراب دي.


دده په خبره هر يو له دې موقعې ګټه پورته کول غواړي. پوځ او سياستوالان د ولس په نظر کې د خپل نامه ښه کولو هڅه کوي او ميډيا بيا د خپلو کتونکو او اوريدونکو د شمير زياتولو په لټه کې دي.


د پاکستان حکومت د سیپټېمبر په نهه ويشتمه نېټه د ټولو ګوندونو يو کانفرنس هم رابللی دی.


که څه هم ويل کېږي ددې هيواد خارجه پاليسي پوځ جوړوي نو پوښتنه داده چي آيا سياسي ګوندونه به په را روان کانفرنس کې دا و ویلای شي چي د پوځ پالیسي ناکامه شوې او اوس دې ټاکل شوي جمهوري حکومت ته واک ورکړل شي چي نوره د هيواد بهرنی پاليسي په خپله جوړه کړي.


د پاکستان يوه وتلې ليکواله او د پوځي چارو کارپوه ډاکټر عائشه صديقه داسې فکر نه کوي.دا وايې چې سیاسي حکومت اوس غواړي چي که په دې کړکېچنو حالاتو کې د پوځ مرسته کولی شي نو ودې شي، چي دا ډول ځان ټينګ کړي او د پوځ له لوري د حکومت د له مينځه وړلو مخه و نيسي.

دا زياتوي فکر نه کوي چي په دې اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې سیاسی ګوندونو داسي يو شريک نظر لري چي پوځ له خارجه پاليسی جوړولو څخه د ليري ساتلو خبره وکړي.


ډاکټر عائشه صديقه وايې هر يو له دې موقع څخه د ګټي پورته کولو کوشش کوي چی داشان خلکو ته ووايې چي موږ تر بل هره يوه ملي امنيت ښه خوندي کولی شو.


ددې په خبره ( طريقې که هره رنګه وي خو چي تاسو په يوه ژبه خبرې کوی نو بيا خارجه پالیسي يا بله داسي پاليسي بدلول ګرانه شي.)

خپله پروفیسر خادم حسين هم په دې نظر دی چي امريکا دې له مالي، سياسي او ډپلوماتيکو لارو کوشش وکړی چي پاکستان ورسره خبره و منی خو دده په وينا اوس خبره ډيره جدي شوي او له پاکستان سره له ځينو ګامونو اخیستو پرته بله لاره نشته.

د نوموړي په وينا د پاکستان سکیورټی استبلشمنټ ته دا خبره اوس سنجيده اخیستل پکار دی چې افغانستان تر خپل واک لاندي د راوستو خواهش، بهرني تګلاره د ولس د خواهش او ضرورتونو پرته په خپله خوښه جوړول او غير رياستي ډلي د خارجه پاليسۍ د پر مخ وړلو لپاره استعمالول نور له اوسني تهذيب سره سمون نه خوري.
XS
SM
MD
LG