د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د پاکستان لپاره د امریکا متبادل کېدای شي؟



احمد شاه اعظمي - پراګ


د امريکا او پاکستان تر منځ اړیکي تر هغه وروسته زیاته کړکېچنې شوې کله چې امریکا پر پاکستان تور ولګولی چې استخباراتي اداره آی اېس آی یې له حقاني ترهګري ډلې سره اړیکي لري. په داسي حالاتو کي چې د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي ترينګلي دي، چېن تر کومه حده له پاکستان سره په پوځي او اقتصادي توګه مرسته کولای شي؟


چېن د امريکا متبادل نشي کېدای ځکه چې پاکستان ته ټوله پرمختللې ټيکنالوجي له يورپ او امريکا څخه راځي.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړيکي په اوسني وخت کي ډيري زياتي ګډوډي شوي چې د امريکا دفاعي او استخباراتي چارواکي پر پاکستان له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پر لرلو تور لګوي او فشار پر اچوي چې دغه هيواد دي د دغو ترهګرو ډلو په ضد پوځي عمليات پيل کړي. خو پاکستان بیا دا نه مني چې ګواکې دوی ورسره اړیکي لري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي چې که داسې تورونو دوام وکړ نو امریکا به یو ملګری له لاسه ورکړي.

دې حالاتو ته په کتو سره داسي فکر کيږي چې کېدای شي پاکستان بيا د امريکا غوندي داسي ملګری له لاسه ورکړي چې دوی ته له ډېره وخته ډېره زياته پوځي او اقتصادي مرسته ورکوي. خو په پاکستان کي بيا حکومت او ځينو نور کسان د چېن پر لوري ګوري چې له ډېره وخته د پاکستان يو ټينګ ملګری پاته شوی دی.

امريکا يوازي د تيرو لسو کلنو راهيسي پاکستان ته د اربونو ډالرو پوځي او اقتصادي مرستي ورکړي دي. آيا چېن به هم له پاکستان سره دومره مرسته وکړي او د امريکا ځای به ډک کړي که څنګه. په اسلام آباد کي د سياسي او دفاعي چارو له کارپو ه پروفېسر حسن عسکري وايي چې چېن د امريکا متبادل نشي کېدای ځکه چې پاکستان ته ټوله پرمختللې ټيکنالوجي له يورپ او امريکا څخه راځي.


((چېن د امريکا متبادل نه دی او نه هم کېدای شي. د چېن خپل ارزښت دی او د هغه د مرستو خپل ارزښت دی. لېکن کومه پرمختللی ټيکنالوجي چې ده، که هغه د دفاعي څانګي ده يا که د بلي څانګي نو هغه له يورپ او امريکا څخه راځي او چېن تر يو ټاکلي حد وروسته نور د پاکستان مرسته نشي کولای.که پاکستان له چېن سره نږدې اړيکي ساتي نو د دې مانا دا نه ده چې پاکستان به له امريکا يا مغربي ملکونو سره اړيکي ختمي کړي. په اوس وخت کي له هر هيواد سره اړيکي ختمول د پاکستان په ګټه نه دي)).

که څه هم چېن په دفاعي څانګه کي له پاکستان سره همکاري کړې ده خو ډېر لږ وخت يې له پاکستان سره اقتصادي مرسته کړې ده. په اسلام آباد کي د دفاعي چارو کارپوه عايشه صديقه وايي چې چېن به هيڅکله له پاکستان سره تر دې زياته مرسته ونکړي کوم چې اوس ورسره کوي.


((زه فکر نه کوم چې چېن څومره مرسته کوي تر دې دي زياته کړي. چېن به زما په فکر موږ ته مفته وسله هم رانکړي. تر ۱۹۷۹ وروسته چېن موږ ته هيڅ هم مفت نه دي راکړي، مرستي يې نه دي کړې بلکې يوازي پورونه يې راکړي دي. زما په فکر تر دې زيات نشي کولای. دواړه هيوادونه يوازي د افغانستان او منځنۍ آسيا په اړه ګډه ملګرتيا کولای شي. تر کومه ځايه چې موږ د امريکا په مرستو عادت يو، چېن به هغه هم موږ ته رانکړي. يوازي دا دی چې تر يو څه حده سفارتي مرسته کولای شي. که چېري داسي حالت جوړ شي چې پر پاکستان بنديزونه ولګيږي نو موږ هيله کوو چې چېن به په ملګرو ملتونو کي د هغه مخالفت وکړي)).

پاکستان دا وخت هڅه کوي چې له امريکا سره اړيکي سم حالت ته راوګرځي. دواړه هيوادونه دا وخت د ترهګرۍ په ضد د نړيوالي جګړې ملګري دي او د دوی تر منځ په اړيکو کي خرابي د سيمي پر سياست هم اغېز کولای شي. د سياسي او دفاعي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وايي چې دا وخت که پاکستان له هر هيواد سره اړيکي خرابې کړي نو دا به د ده په تاوان وي.

له چېن سره د نږدې اړيکو او دوستي مانا دا نه ده چې پاکستان به له امريکا سره اړيکي پای ته ورسوي. له چېن سره اړيکي پر خپل ځای ډيري مهم دي، او له امريکا سره اړيکي چې دا وخت ترينګلي دي، په هغو کي هم دا وخت هڅه کيږي چې امريکا پر پاکستان کوم فشار اچولی دی هغه له مينځه يووړل شي او اړيکي په سمه توګه پر مخ روان شي نو دا هڅي روانې دي، اوس به کتل کېږي چې تر کومه حده کاميابېږي.


د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي د روان کال د مي په مياشت کي هغه وخت ترينګلي شول کله چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل شو. وروسته له هغه دوې اونۍ وړاندي په کابل کي د امريکا پر سفارت خانه بريد وشو چې د استخباراتي راپورونو پر اساس حقاني شبکې لاس پکي درلود او امريکا پر پاکستان دا تور ولګوي چې استخبارات يې له حقاني شبکې سره لاس لري.
XS
SM
MD
LG